1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهبریتانیا

د بریتانیا حکومت له طالبانو سره مذاکرات کوي

۱۴۰۲ فروردین ۱۳, یکشنبه

د بریتانیې د کورنیو چارو وزیرې سویلا برورمن د یکشنبې په ورځ وویل چې د بریتانیا حکومت په افغانستان کې د طالبانو لخوا د دریو برتانوي وګړو له نیول کیدو وروسته له طالبانو سره «په خبرو اترو» کې دی.

Großbritannien Innenministerin Suella Braverman
انځور: Kin Cheung/AP/dpa/picture alliance

د بریتانیې د کورنیو چارو وزیرې سویلا برورمن د یکشنبې په ورځ وویل چې د بریتانیا حکومت په افغانستان کې د طالبانو لخوا د دریو برتانوي وګړو له نیول کیدو وروسته له طالبانو سره «په خبرو اترو» کې دی.

رسنیو اوس په افغانستان کې د نیولو شویو دریو بریتانوي وګړو د هویت په هکله هم معلومات خپاره کړي. په نیول شویو کسانو کې ۵۳ کلن خیریه ډاکټر کیون کارنویل، د مرستندویه کارکونکو له پاره د یوه هوټل مدیر او د یوټیوب چینل چلوونکی میلس روټلیج شامل دي.

په عین وخت کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې د سکای نیوز په نامه یوې رسنۍ ته په خبرو کې وویل: «حکومت په خبرو اترو کې دی او د دې کسانو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو له پاره سخت کار کوي.« د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي: «موږ په افغانستان کې د نیول شویو بریتانوي اتباعو سره د قونسلګرۍ د اړیکو د خوندي کولو له پاره سخت کار کوو او د کورنیو ملاتړ کوو.»

ګومان کېږي چې دغه دوه کسان د جنورۍ له میاشتې راهیسې د طالبانو له خوا نیول شوي دي. دا معلومه نه ده چې دریم سړی د څومره وخت راهیسې نیول شوی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب