1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بریتانیا د مالیې نوي وزیر د سختو تصامیمو اعلان وکړ

۱۴۰۱ مهر ۲۳, شنبه

د بریتانیا د مالیې د نوي وزیر په توګه د جریمي هنټ تر تعینیدو یوه ورځ وروسته هغه د صدراعظمي، لیز تراس د اقتصادي پلانونو د اصلاح پخاطر د «سختو تصامیمو د نیولو او مالیاتو د لوړولو» اعلان وکړ.

England London | Pressekonferenz: Jeremy Hunt
انځور: Tayfun Salci/AP/picture alliance

هنټ نن شنبه (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۱۵ نېټه) د سېنډي سکای نیوز ټلویزوني چینل سره په مرکه کي وویل، چي د مالیې یو وزیر نسي کولای «بازارونه کنټرول کړي»، خو هغه کولای سي دا وښيي، چي «موږ کولای سو خپلي پروژې د مالیاتو او بودجې د لاري تمویل کړو.»

نوموړي چی تر خپل تعینیدو وروسته یې د اول وار دپاره په علني ډول سره خبري کولې، وویل، چي «موږ سخت تصامیم نیولي دي.» داسي چي ټوله وزارتونه باید په خپلو مصارفو کي کموالی راولي. ځیني مالیات به «داسي ژر راکښته نسي، لکه څنګه چي یې خلګ ارزو لري. او حتی ځیني مالیات به لوړ لا هم سي».
د نړۍ اقتصادي‌ وضعيت به نور څومره خراب شي؟

هنټ پرون جمعې ورځ (د اکتوبر ۱۴ مه) د صدراعظمي تراس لخوا د مالیې د وزیر، کوارسي کوارتینګ په عوض تعیین سو، کوم چي یې د هغه د شخړه یز مالیاتي سیاست له کبله لیري کړی ؤ، داسي یو سیاست چي په اسعاري بازارونو کي د ګډوډۍ او هرج و مرج سبب سوی ؤ.

د دې کار پسمنظر د تراس په مشرۍ د انګلستان د محافظه کار حکومت د مالیاتو د کښته کولو د ملیارډونو پونډ هغه بسته وه، چي په مالیاتي بازارو کي د دولت د لا ډیر پوروړیتوب په دلیل د ناارمۍ سبب وګرزیدله ، لیکن پخپله د محافظه کاره حزب په کړیو کي هم د نارضایتیو سبب سوه.
 

هنټ اوس ویلي، چي په بودجوي پلان کي «غلطۍ» موجودي وې. صدراعظمي تراس هم دغه غلطي منلې ده او ځکه نو زه نن دلته یم. خو دا یې په صراحت سره وویل، چي دی د تراس د اقتصادي پروژې د «اساساتو» دفاع کوي.

آ./م.ق./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب