1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بریتانیا پاچا د لومړي خارجي سفر په ترڅ کې المان ته راغلی

۱۴۰۲ فروردین ۹, چهارشنبه

په پام کې ده چې آلمان ته د دې سفر په ترڅ کي د بريتانيا پاچا د هیواد له مشرانو سره وګوري او پارلمان ته وینا هم وکړي. له هغه وروسته چي چارلز د بریتانیا پاچا غوره سوی، دا يې المان ته لومړی سفر دی.

د انګلیسټان پاچا ، چارلز په ټرافالګر څلور لاري کي د سوريي ماڼۍ څخه لیدنه کوي
د انګلیسټان پاچا ، چارلز په ټرافالګر څلور لاري کي د سوريي ماڼۍ څخه لیدنه کويانځور: Tayfun Salci/ZUMA Press Wire/picture alliance

د بریتانیا پاچا درېیم چارلز نن چهارشنبه المان ته رسېدلی دی. له هغه وروسته، چي نوموړی پاچا سوی، دا يې لومړی باندنی سفر دی. ملکه کامیلا هم په دغه سفر کي ورسره ملګرې ده. 

ټاکل سوې وه، چي د برتانیايي پاچا لومړی فرانسې ته ولاړ سي، خو د ده سفر هلته د متقاعدینو په قانونو کي د اصلاحاتو پر ضد د پراخو لاریونونو له امله لغوه سو. 

اړوند: بریتانیا: د پاچا چارلس دریم لومړۍ سکه چاپ سوه

د آلمان ولسمشر فرانک والټرشتاینمایر او د هغه د میرمیني الکه بودنبندر لخوا د برلین ښار د براندنبورګ په دروازه کي د چارلز او کامیلا هرکلی وسو. وروسته به دا لیدنه په بيلويو ماڼۍ کي د ماښامنۍ تر خوړولو وروسته دوام وکړي.  

اړوند: د ملکې الیزابت دوهمي د تابوت سره د هغې اولادونه ۱۲ دقیقې پټه خوله ودریدل

انتظار کېږي، چي د دواړو هیوادونو مشران به پر پايدارۍ او د بيا نوي کيدونکي انرژۍ پر موضوعاتو انرژۍ پر  بحث وکړي. د چاپیریال ساتنه د پاچا چارلز د خوښي وړ موضوعگانو څخه ده. 
هڅه کېږي، چي دغه سفر د بریتانیا او اروپا د هغو اړیکو د ښه کولو لپاره یو پیل وي، چي له اروپايي ټولني څخه د بریتانیا د وتلو له امله اغیزمني سوې وې.

دالمان ولسي‌ جرګې یوه څنډه انځور: Markus Schreiber/AP Photo/picture alliance

اړوند:  نوی صدراعظم، سوناک غواړي بریتانیا بیرته باثباته کړي

ټاکل سوې، چي دغه شاهي جوړه سبا پنجشنبه د المان له لومړي وزیر اولاف شولڅ اود برلین له ښاروال فرانسیسکا ګیفای سره هم ملاقات وکړي. همدارنګه به پاچا چارلز د فدرالي المان پارلمان يا «بونډستاګ» ته هم وینا وکړي، چي دا به د المان په پارلمان کې ته دده لومړۍ وینا وي.  نوموړی به بریتانیا ته تر ستنېدو دمخه هامبورګ ته هم ولاړ سي. 

ژباړه : محمدابراهیم سپېڅلی

زموږ له ارشیف: 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب