د باکینهام ماڼۍ اعلان کړی دی چې د بريتانيا پاچا، دریم چارلز، په «یو ډول سرطان» اخته دی.
د سرطان د نوعیت په هکله معلومات نه دي ورکړل شوي، یوازې دومره ويل شوي دي چې تشخیص یې د دريم چارلز د پروستات د درملنې په جریان کې شوی دی.
د بریتانيا پاچا په وروستيو کې د پروستات د غټېدو په دليل، تر درملنې لاندې وو، خو د هغه سرطان، ظاهراً له دغې ناروغۍ سره تړاو نه لري.
د بریتانيا د پاچا د سرطان عمومي اعلان د هغه د خپل تصمیم پر اساس شوی، تر څو د «شایعاتو د خپرېدو» مخنيوی شوی وي او ترڅنګ «د سرطان ناروغۍ د درملنې په هکله په لا آرامه تفاهم او خبرو اترو» کې ېې مرسته کړي وي.
دریم چارلیز د خپل پروستات عمومي اعلان هم په دې انګیزه وکړ، تر څو «لا ډېر نارينه په خپل وخت سره د پروستات معاینې ته» هڅول شوي وي.
دریم چارلیس ۷۵ کاله عمر لري. هغه د ۲۰۲۳م کال د می میاشتې پر ۶ رسماً د بريتانيا پاچا شو او د پاچايۍ تاج ېې پر سر کېښودل شو. دریم چارلیس د ۱۹۴۸م کال د نومبر میاشتې پر ۱۴مه وزېږېد. هغه د ملکې الیزابت او پاچا فلیپ لومړنی ماشوم وو.
هغه ويلي دي چې د «سرطان منظمې درملنې» ېې د دوشنبې له ورځې پیلوي.
زیاته شوې ده چې د سرطان اړوند د معالجو په جریان کې به د چارلیس مشر زوی ویلیام، د هغه دندې پر غاړه واخلي.
له آرشیف څخه:
انځوريز راپور: د پاچا دريم چارلز د تاج په سرولو مراسم
په دغو انځورونو کې د بریتانیا د دریم پاچا چارلز د تاج په سرولو مراسم کتلی شئ. دغه مراسم په اويا کلونو کې يوازني او په تاريخ کې دويم د تاج ايښودنې مراسم ول چې په تلويزيون کې ښکاره کړل شول.
انځور: Dan Charity/AP/picture alliance پاچا دريم چارلز ته د ۲۰۲۳ کال د می په ۶مه نېټه د لندن د وېست مينستر ابي په کليسا کې تاج په سر شو. په انځور کې د تاج په سرولو ته چمتوالی ليدل کيږي.
انځور: Yui Mok/PA/AP/picture allianceد وسله والو ځواکونو له خوا د بريتانيا پاچا دريم چارلز ته د باکينګهېم په ماڼۍ کې د سلام ويلو مراسم چې د تاج په سرولو مراسمو مخکې تر سره شول.
انځور: Peter Dejong/AP Photo/picture allianceتر تاج ايښودنې وروسته د ولس په وړاندې راڅرګندېدل
پاچا دريم چارلز او ملکه کاميلا د تاج ايښودنې تر مراسمو وروسته د باکينګهېم ماڼۍ پر بالکن د ولس په وړاندې راڅرګنديږي او راټولو شوو کسانو ته لاسونه ښوروي.
انځور: Frank Augstein/AP/picture alliance پاچا چارلز او ملکه کاميلا تر تاج ايښودنې وروسته
پاچا او ملکه تر تاج ايښودنې وروسته يو بل ته ګوري. دغه مراسم په اويا کلونو کې يوازني او په تاريخ کې دويم د تاج ايښودنې مراسم ول چې په تلويزيون کې ښکاره کړل شول. چارلز د بريتانيا ۴۰م پاچا دی چې د ۱۰۶۶م کال راهيسې د لندن په مرکزي وېست مينستر ابي کليسا کې د پاچا په صفت تاج په سروي.
انځور: LEON NEAL/AFPد وسله والو ځواکونو رسم ګذشت
د وسله والو ځواکونو ډېر شمېر غړو هم د تاج ايښودنې په مراسمو کې حضور درلود. دغه مراسم د ۲۰۲۳م کال د می په ۶مه په لندن کې تر سره شول.
انځور: Peter Byrne/dpa/PA Wire/picture allianceدغو لاريون کوونکو د تاج ايښودنې مراسمو په څنډه کې د شاهي نظام ضد شعارونه لېږدول. د شاهي نظام د مخالفينو له ډلې څخه لږ تر لږه شپږ تنه د پوليسو له خوا ونيول شول.
انځور: Piroschka van de Wouw/AP/picture alliance