د بریښنا نه شتون؛ څنګه ځانونه له ګرمۍ ساتلی شو؟
۱۴۰۱ مرداد ۲, یکشنبهاقليمي بدلون د دې لامل بلل کيږي چي په نړيواله توګه لوی قدرتي یا طبیعي آفات رامنځته شي. په دې ترڅ کې تر اندازې زياته ګرمي هم د دې لامل شوې ده چې د انسانانو ژوند ضايع شي. د ګرمۍ د شدت له کبله په ځنګلونو کي اورونه لګيږي. هغه هيوادونه چيرې چې به ګرمي تر ۳۰ سانتي ګراده څخه نه جګېدله اوس پکښې د تودوخي شدت تر ۴۰ سانتي ګرادو لا جګ شوی دی. په جنوبي آسيا، امريکا، جاپان او اروپا کي يو شمېر هيوادونه د ګرمۍ له شديدې څپې سره مخامخ شوي دي. په نړۍ که په سلونو مليونه انسانان داسې دي چې د شديدې ګرمۍ د زغملو عادي نه دي او له همدې کبله اقليمي بدلون د زياتو انسانانو د مړينې لامل ګرځېدلای شي.
په ګرمي کي د ائيرکنډيشنر استعمال
له ګرمۍ څخه د ځان ساتلو لپاره د ائيرکنډيشنر آسانتيا ډېره محبوبه ده. خو دغه اليکترونيکي آلات په خورا زياته اندازه برېښنا مصرفوي او په دې توګه زموږ چاپيريال ته زيان رسوي. په تحقيق کې راغلي دي چې تېر کال په ټوله نړۍ کي له کارول سوي برېښنا څخه تقريبا لسمه برخه هغه برېښنا وه چې د بادپکو او ائيرکنډيشنرانو د چلولو له پاره مصرف سوې وه. د دغه تحقيق له مخې د امريکا متحده ايالات او جاپان هغه هيوادونه دي، چيرې چې په تر ۹۰ سلنه څخه زياتو کورونو کې ائيرکنډيشنران موجود دي. په دې توګه دغه دوه هيوادونه د نړۍ تر ټولو زيات ائيرکنډيشنر استعمالونکي لري.
خو د نړۍ په تر ټولو ګرمو سيمو کي صرف ۸ سلنه کسان د ائيرکنډيشنر آسانتيا لري. اوس په اقتصادي توګه په شاته پاته هيوادونو کې هم د ائيرکنډيشنر تقاضا او استعمال زيات شوی دی او له دې کبله به په نړيواله توګه د انرژۍ تقاضا هم ورسره زياته شي. خو ساينسپوهان د دغې ستونزي د هوارۍ لپاره يو حل لري. هغوی وايي چې د ګرمۍ سره د مبارزې لپاره بايد داسې لارې چارې وکارول شي چې ورته د انرژې اړتيا کمه وي.
د ګرمۍ سره د مبارزې ساده لاره
د مديترانې په هيوادونو کې اوسېدونکي زيات خلک د شپې پر وخت د خپلو کورونو کړکۍ پرانيستلي پرېږدي. دا د دې لپاره چي يخه هوا يې کور او خونو ته داخله شي. په دغو هيوادونو کي د کور د ودانيو د ديوالونو له لمر څخه د ساتلو لپاره په بيلو ساده وسيلو سايې يا سوري کيږي. د دېوالو مخ ته يا پر چتونو د باڼسو د چټايانو او نورو وسيلو په مرسته سايه یا سیوری کيږي. په سپينه چونه يا اهاکو د کور د دېوالونو او چت رنګول هم د دې لامل کيږي چي د لمر شعاوې تر يوې اندازې بېرته انعکاس شي.
د يو تحقيق له مخې صرف د طبیعي هوا د ګردش او سيوري يا سايه کولو په وسيله د کور دننه د تودوخې درجه تر ۱۴ سانتي ګرادو پورې راټيټېدلای شي. په دې توګه پر ائيرکنډيشنر باندې فشار او تکیه تر ۸۰ سلنې پوري راکمول ممکن کيږي. په دغه تحقيق کي ويل شوي دي چې که د حل دغه آسانه لاره په پراخه اندازه د خلکو سره شريکه کړل شي، نو بيا به ښکاره مثبت اغېز ولري.
د چاپيريال سره د عيارو ودانيو جوړول
په شمالي افريقا او منځني ختيځ کي د پېړيو راهيسي داسې ودانۍ جوړيږي په کومو کې چې د ودانۍ په لوړو برخو کې کړکۍ وي. د دې مقصد دا وي چي تازه هوا داخله شي او له کور څخه ګرمه هوا بيرون وباسي. د دې تر څنګ و ودانيو ته نژدې فوارې لګول کيږي او د ودانۍ دباندي د سايه کولو کوښښ کيږي. په دې توګه هم د کور دننه د تودوخي درجه راکمول کېدلای شي. د شپې له خوا د کړکيو پرانیستل او د ورځې له خوا په کور کې د دروازو او کړکيو مخکي د پردو، شالوزين او نورو وسيلو په مرسته سايه يا تاريکه کول هم د تودوخې د کمېدو لامل کيږي.
په کور، کلي او ښار کې د ونو او شين ګياه شتون هم د دې لامل کيږي چي تودوخه راټيټه سي. په بعضو ګرمو هيوادونو کې د کور په چاپېر ديوالونو پېچکان يا ورته بوټي خېژول کيږي چي د کور له دېوالونو څخه د لمر مستقيمي وړانګي بچ کوي او په دې توګه کور يخ ساتي.
د.و.ا./ا.ا./ا.خ.ح.