دا به په اوکراین کې د جګړې د پیلیدو وروسته په روسیه کې تر ټولو ستره غونډه وي. دغه کنفرانس یا غونډه په داسې یو وخت کې جوړیږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، غواړي وښیې چې وروسته له دوه نیمو کلونو جګړې څخه د مسکو د منزوي کولو له پاره د لویدیځ هڅې بې نتیجې پاتې دي.
دا ځل کرملین غواړي وښيې چې د لویدیځ د فشارونو له پاره یو بدیل لري او دا چې څو قطبي نړۍ یو واقعیت دی. دغه موضوع له لویدیځ څخه نورو سیمو ته د قدرت د انتقالولو له پاره د مسکو هڅو ته اشاره کوي.
روسیې اعلان کړی دی چې تمه لري د هند لومړی وزیر نریندر مودي هم په دې غونډه کې ګډون وکړي. د ملګرو ملتونو سازمان مشر انتونیو ګوتېرش، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د برازیل ولسمشر ایناسیو لولا دا سیلوا او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به هم د دې کنفرانس نور میلمانه وي چې د روان میلادي کال د اکتوبر له ۲۲ تر ۲۴ نیټې پورې به دوام وکړي.
بریکس چې د برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا د اصلي غړو د نومونو مخفف دی، پراختیا ورکول د مسکو د بهرني سیاست په یو له مهم ارکانو بدل شوی دی.
هند څنګه له روسیې او غرب سره په اړیکو کې توازن ساتلی؟
02:23
د بریکس سرمشریزې د اجنډا په کلیدي موضوعاتو کې د پوتین هغه طرحه شامله ده چې د بریکس په رهبرۍ د سوئیفټ د مالي بین المللي شبکې د سیال په توګه د تادیې نوی سیستم رامنځته کړي. روسي بانکونه په ۲۰۲۲م کال کې له SWIFT څخه جلا شول.
بریکس چې په ۲۰۰۹ کال کې د څلورو غړو هیوادونو له خوا رامنځته شو، اوس په کې د سویلي افریقا، مصر او ایران په څیر د پرمختګ په درشل کې هیوادونه هم شامل شوي دي. د ناټو غړې ترکیه چې له مسکو او لویدیځ سره پیچلې اړیکې لري د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ چې له دغه بلاک سره یوځای کیدو ته لیوالتیا لري.
پوتین له ۲۰۲۳م کال راهیسې له اوکراین څخه په غیر قانوني ډول د ماشومانو د ایستلو له کبله د جزا نړیوالې محکمې له خوا تر تعقیب لاندې دی او په سویلي افریقا کې یې د بریکس په تیره غونډه کې له ګډون کولو څخه ډډه کړې وه.
کریملین ویلي دي چې غواړي «نړیوالې چارې د بین المللي قوانینو په اساس او نه د ځانګړو هیوادونو، لکه امریکا متحده ایالاتو له خوا د تنظیم شوو قوانینو په اساس» رهبري شي.
لویدیځ په دې باور دی چې روسیه له دې ډلې څخه د خپل نفوذ د پراخولو او د اوکراین د شخړې په باب د خپل نظر ترویجولو له پاره استفاده کوي.
اوکرایني ځواکونو د می پر ۱۶ پریکړه وکړه چې د آزوفستال فولادو کارخانې څخه وروسته د نژدې ۳ میاشتو مقاومته ووځي. دا په ماريوپول کې د اوکرايني ځواکونه تر ټولو وروستی او کلک سنګر وو چې د روسي ځواکونو په محاصره کې وو.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS
د می ۱۸مه
د می مياشتي پر ۱۸، فنلند او سويډن په ناټو سازمان کې د غړيتوب له پاره خپل درخواستونه وړاندې کړل. دغه اقدام د جګړې پر مهال د اوکراین د متحدینو د پوځي اتحاد د لا پراختیا او پر مسکو یو قوي ګوزار وو.
انځور: JOHANNA GERON/AFP
جون ۲۰۲۲
په جون میاشت کې اوکراین ته د امریکايي هيمارس توغنديو په ګډون ډيرې غربي وسلې ورسېدې. د آرشیف انځور
روسيې د نومبر مياشتي پر ۹ له خیرسون څخه د خپلو ځواکونو د شاتګ اعلان وکړ. تر هغه وروسته دغه ښار اوکرایني ځواکونو بېرته ونیو او د دغه هیواد ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکي هم هلته ورغی له خپلو ځواکونو او د سیمې له اوسیدونکو سره ېې وکتل.
انځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS
د دسمبر ۵مه
د روسېې پوځ د دسمبر میاشتې پر ۵ وويل چې اوکراین د روسېې په خاوره کې دننه ډير وړاندې د دوی پر دوو پوځي اډو بریدونه کړي دي. روسېې وويل چې اوکراین په دغو بریدونو کې له اوږد واټن وهونکو جنګي ډرون څخه استفاده کړې ده.
انځور: TASS/dpa/picture alliance
د نومبر ۲۱
د ۲۰۲۲م کال د نومبر مياشتي پر ۲۱ د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي امریکا متحده ایالتو ته ولاړ او له ولسمشر جو بایدن سره ېې وکتل. دا د جګړې له پيل راوروسته امریکا ته د زيلنسکي لومړی سفر وو چې پکې اوکراین ته د پيټرويټ هوايي دفاع سیستم او نورو وسلو پر ورکړې خبرې وشوې.
انځور: Andrew Harnik/AP Photo/picture alliance
جنوري ۲۰۲۳
اوکراین د نوي کال په لومړيو شيبو کې په ماکییوکا سیمه کې د روسي عسکرو يو مرکز په نخښه کړ. د روسېې دفاع وزارت وویل چې په دغه برید کې ېې ۸۹ عسکر ووژل شول. دا پر روسي عسکرو د اوکراین یوه تر ټولو خونړۍ حمله وه.
انځور: ALEXANDER ERMOCHENKO/REUTERS
د جنوري ۱۴مه
روسي ځواکونو د روسېې پر برېښنايي زېربناوو خپل بریدونه جاري ساتلي. د جنوري مياشتي پر ۱۴ یو روسی توغندی د اوکراین په دنيپرو کې د هستوګنې پر یو ساختمان ولګيد، چې ۴۵ کسان پکې ووژل.