د برېتانيا په پلازمينه لندن کې د پارلمان د ودانۍ مخې ته يوه موټر چلوونکي د امنيتي خنډونو په نه مراعتولو سره خپل موټر پر پلي کسانو ورځغلولې او په دې ترڅ کې یې يو شمير کسان ټپيان کړي دي. دا خبر د لندن د پوليسو له خوا ورکړل شوی دی. ويل شوي چې دغه کس تر پېښې وروسته نيول شوی دی. پوليسو د ټپيانو کره شميره په ډاگه نه کړه.
د برېتانیې پارلمان ته څيرمه سړکونه تړل شوي او زيات شمير پوليس په سيمه کې گزمې کوي. پر ويستمنستر ماڼۍ څرخي الوتکو پروزانه کول او ټوله سيمه د پوليسو له خوا محاصره شوې وه.
پوليسو د پارلمان شا او خوا سيمه محاصره کړې دهانځور: Reuters/H. McKay يوه پوليس د آلمان خبري آژانس ته وويل: «موږ نه پوهيږو چې امنيتي خنډونه به تر کومه موجود وي.»
د ۲۰۱۷م کال په مارچ مياشت کې تر يوه بريد وروسته د برېتانيا د پارلمان ودانۍ د وسپنې او کانکريتي ديوال په واسطه خوندي کړل شوی ده. هغه مهال يوه بريد گر خپل موټر پر ويستمنستر پله پر روانو کسانو ور وځغلوه او څلورتنه یې ووژل. دغه بريد گر تر هغه مخکې چې د پوليسو له خوا په ډزو ووژل شي، يو پوليس هم د چاقو په گوزار ټپي کړ.
زموږ له آرشيف څخه:
انځورونه: د لندن تروريستي پېښې
لومړی د يوې «پېښې» څخه يادونه وشوه. يو څو ساعته وروسته څرګنده شوه چې مړي هم شوي وو او د لندن ښاروال بيا له يوه «بربري بريد» څخه خبرې کولې. د لندن د تروريستي بريدونو د پېښو انځورونه دلته کتلی شئ. انځور: Picture alliance/Zumapress/V. Flores له ټول ښار څخه پوليس راټول شول چې په ځغاسته د پېښې ځايونو ته ورسېدل. د پوليسو د ماموريت همغږي ښايي د تروريزم ضد پلانونو له مخې شوې وي.
انځور: Reuters/H. McKay د پله د پاسه رڼا، خو چوپتيا پېښه د لندن د پله د پاسه شروع شوه. داسې ويل شوي دي چې يو سپين باروړونکی موټر د پلو کسانو په يوه ډله ورغلی وو. په دغه وخت کې يې لا انګيزه څرګنده شوې نه وه.
انځور: Picture alliance/Zumapress پوليسو له څرخي الوتکو او کښتيو څخه کار واخيست د پوليسو څو څرخکې د لندن د پله د پاسه کوزې شوې. پل تخليه شوی وو. د بورو په مارکېټ کې هم د يوې «پېښې» خبر ورکړل شو. وروسته بيا د پوليسو کښتۍ هم وليدل شوې چې په قربانيانو پسې يې لټون ګاوه.
انځور: Picture alliance/empics/D. Lipinski/PA Wire له خبرداري وروسته بيړه حاکمه وه. د پوليسو واحدونه د لندن پله ته ولېږدول شول. ځينو يوازې هلته فرصت وموند چې د مرميو ضد واسکټونه واغوندي.
انځور: Reuters/H. McKay بورو مارکېټ: پر رستورانت باندې چاپه د «بلو آيد مېډ» په نوم رستورانت د بورو مارکېټ په ساحه کې پروت دی. پوليسو هلته تلاشۍ وکړې وروسته له هغه چې د چړو د بريدونو خبر ورغلی وو. دا چې څومره مرګ ژوبله اوښتې وه، لا څرګنده نه وه.
انځور: Getty Images/C. Court د پوليسو امرونو ته بايد دغو پلو کسانو هم غاړه ايښې وای. هغوی لاسونه پورته کړل او له صحنې لېرې شول. د عامل او قرباني تفريق لا د امنيتي ځواکونو له پاره اصلي ننګونه وه.
انځور: Reuters/N. Hall هغه پلي کسان چې پوليسو د لندن په زړه کې ژغورلي ول، ورو ورو پوه شول چې د ژوند جدي خطر ورته متوجه شوی وو. يوه عيني شاهد د بي بي سي چېنل ته وويل چې عاملينو په چړو بريدونه کول.
انځور: Reuters/H. McKay د قربانيانو شمېر نه وو په ګوته شوی يوازې د شنه سهار په موده کې د وژل او ژوبل شوو په اړه معلومات راووتل. لومړی نهه تنه مړه شوي ول، يعنې درې واړه بريدګر او شپږ تنه عادي خلک. په عکس کې د لومړنۍ طبي مرستې صحنه ليدل کيږي.
انځور: Picture alliance/empics/F. De Caria په ښار کې بېړنی حالت حاکم وو د بورو مارکېټ سيمه د سيلانيانو او د لندن د اوسېدونکو له پاره د مېلې ځای وي. په دغه شپه د پوليسو د موټرو څراغونه او غږونه موجود وو. ډېرې لارې او کوڅې بندې شوې هم وې.
انځور: Picture alliance/Zumapress/V. Flores په ټولنيزو رسنيو کې دغه عکس هم خپور شو: هغه ښايي يو بريدګر وي چې په ډزو وژل شوی دی. په خپل بدن پورې يې بوشکه تړلې ده. بي بي سي هم دغه عکس خپور کړی دی. د پېښې په اړه تائيد شوي معلومات لا موجود نه ول.
انځور: Instagram