1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د برېښنا شرکت پر تاسیساتو او کارکوونکو څوک برېدونه کوي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

د افغانستان د بریښنا شرکت وايي، یواځې په درو ورځو کې د وارداتي برېښنا پر پایو او د شرکت پر کارکونکو پنځه برېدونه شوي. دغه برېدونه څوک او د کومو موخو له پاره کوي؟

Afghanistan Kabul | Eröffnung des Umspannwerks "Arghandy-Kabul"
انځور: DW/G. Adeli

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي نا معلومه وسله والو په تېرو څو ورځو کې په پرله پسې توګه د بریښنا څو پایې په بمونو الوځولي او وروستي برید خو ددغه شرکت د کارکونکو په سرهم تمام شوی.

د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، د سه شنبې په ورځ مازیګر (د ۲۰۲۰ میلادي کال د مۍ ۵مه) د پروان د ګل غنډي سیمه کې ماین چاودنې د هغه ولایت د برېښنا سوداګریز مرستیال وواژه او څو نور کارمنان یې ټپیان کړل: »د برښنایې تاسیساتو او تجهیزاتو ورانول او د روښنایې راوستوونکو شهیدول او ټپې کول لویه غمیزه او نه جیبرانیدونکي او د ټولو دینې, اسلامي او ملي اصولو خلاف عمل دی.»

له دې پېښې وړاندې د کابل په چمتلې سیمه کې ناڅرګندو وسله والو د برښنا یوه پایه په بمونو والوځوله چې په ترڅ کې یې د پایې درې پونډېشنونه ویجاړ شول.

دغه راز، د همدې اونۍ د دوشنبې په شپه د پروان د ګل غنډي سيمه کي د وارداتي برښنا دوې پایې په ماینونو والوځول شوې.

د برېښنا شرکت ویاند له امنیتي چارواکو غواړي چې د برېښنا شرکت کارکونکو او تاسیساتو خوندېتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

امنیتي چارواکي څه وايي؟

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندي مروه امیني دویچه ویله ته وویل، دوې اونۍ مخکې یې د برېښنا پایلو د ویجاړولو په تور یوه شپږ کسیزه ډله نېولې ده: «له دې ډلې څېړنې کیږي او دا یو لوی بانډ دی او ان شاالله ډير ژر به یې نور هغه کسان چې له دوی سره لاس لري او د ملي سرمایو په تخریب یې لاس پورې کړی نیول کیږي او د قانون منګولو ته به سپارل کیږي.»

کورنیو چارو وزارت وايي، د بریښنا شرکت او د هغوی د تاسیساتو د خوندېتوب مسئولیت لري او په دې برخه کې هلې ځلې کوي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

خو پوښتنه داده چې د برېښنا شرکت پر کارکونکو او تاسیساتو د برېد ګرو تر شا څوک دي؟

د کابل ښار یوه اوسېدونکي ساحل دویچه ویله ته وویل، په دې وروستیو کې په بازارونو کې د تیلو بیې لویدلي، نو ځکه د تیلو مافیا د بریښنا پایلو په الوځولو سره غواړي چې په بازار کې تېلو ته تقاضا لوړه کړي: «زما په اند د تیلو مافیا د بریښنا پایي الوځوي، ځکه دوی غواړي چې خلک یوځل بیا جنراتوري بریښنا ته اړ شي چې په دې سره به په بازارونو کې د تیلو پېرېدونکي ډير شي او قیمتونه هم لوړیږي.»

سیاسي شنونکي عبدالقادر هوتخیل بیا دویچه ویله ته وویل، د بريښنايي تاسیساتو په نښه کونکي هغه ځايي زورواکي دي چې په دې سره له دولت څخه باج غواړي.

نوموړی په هېواد کې وروستی سیاسي لانجې هم ددې لامل ګڼي چې ټولګټې پروژې د ناڅرګنده وسله والو تر برېدونو لاندې راځي: «په ليرې پرتو سیمو کې فعالې زورواکې او وسله والې ډلې د هغو کسانو له خوا حمایت کیږي چې دلته په کابل کې پر لوړو څوکیو دي یا په یو ډول په واک کې شریک دي، دوی سیاسي باج اخېستنه هم کوي او په دې کې هیڅ شک نه شته چې د بریښنايي تاسیساتو او کارکوونکو په برېدونو سره پر حکومت فشار راوړي.»

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې برخه کې لا نورې څېړنې هم کوي چې څرګنده شي د بریښنا پر کارمنانو او پایو باندې د پرله پسې برېدونو ترشا د چا لاس دی، خو وايي دغو ویجاړونکو چارو ته طالبانو لار هواره کړې.

ددغه وزارت ویاندې مروه امیني په دې اړه وویل: «کورنیو چارو وزارت خپلو پلټنو ته دوام ورکوي، خو مهمه مسله داده چې تروریستانو او طالبانو دغو تخریبي کارونو ته لاره هواره کړې ده، که څه هم په ځینو سیمو کې د افغان دولت نورو مخالفینو هم لاس درلود.»

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد څو ورځې وړاندې ویلي چې د بریښنا پایلو په الوځولو کې د هغوی جنګیالي لاس نه لري.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل