1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونوپر څارونکوباندي ددولتو لخوا د تيري رپوټ

۱۳۸۸ بهمن ۱, پنجشنبه

انټر پريس سرويس، د بشري حقونو څارونکي ټولني Human Rights Watch د هغه نړيوال رپوټ د 2010 گڼي له مخي، چې پرون چهارشنبه خپور شو، ليکي چې :

انځور: AP

په 2009 ميلادي کال د نړۍ په گوټ گوټ کې يو شمېر هېوادونو د سيمه ايزو او آزادو بشري حقونو څارونکو ټولنو پرضد يرغلونه تر سره کړيدي .

په نيويارک کې د ميشته نوموړي ټولني د 612مخيز رپوټ له مخې، يادشوي يرغلونه زيات، او حتی له صلحيزه وسيلو څخه زياتره له زورزياتي څخه کار اخيستل شوی، تر څو د بشري حقونو د څارونکو او ملاتړ کوونکو په کار کې خنډ واچوي او يا يې په بشپړه توگه سره شنډ کړي.

د HRW مدير کنيت روت Kenneth Roth په خپاره شوي رپوټ کې په ډاگه کوي: د بشري حقونو پر ملاتړ کوونکو باندې گذارونه د بشري حقونو د خوځښت له اصولو څخه مغاير کار دئ، خو خطر نه کموي.)

نوموړي مشر زياته کړې، چې حکومتونه په ډول ډول پلمو سره د بشري حقونو د خوځښتونو پر بهير باندې حملې کوي. بې ځايه ده، چې دا حکمتونه بيا خپل کړه وړه په نړيوالو ټولنو لکه د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په اداره UNHRC کې تنظيموي، او دا کوششونه چې نړيواله جنايي محکمه ICC تر نفوذ لاندې راولي.

روت د بشري حقونو د موضوع په اړوند د اولسمشر بارک اوباما له يو کلنې ادارې څخه هم گيله کړېده. نوموړی وايي، په داسې حال کې چې د بوش د ادارې برخلاف نوي حکومت له بشري حقونو څخه زياتې خبرې کړېدي، خو په عمل کې يا هېڅ نه دي شوي او که شوي دي هم ډېر لږ. مثلا دا کار پر عربې ملگرو حکومتونو باندې د دې هڅونې نشتوالی دئ، چې بايد دموکراته سمښتونه راولي او يا په روسيه کې چې بايد د حقوقي کارمندانو د مرگ مسئول کسان محاکمه کړل شي.

روت په داسې حال کې چې د اولسمشر اوباما له دې اقدام څخه درناوی کوي، چې ربړونې يې منع کړې او غواړي د گوانتانامو جېل وتړي، دا نيوکه پرې کوي، چې د څېړنو اجازه نه ورکوي، او يواځې د هغو چا څخه پوښتنه کيږي، چې بنديان يې ډېر سخت کړولي. او يا دا چې بيا هم د اوږد وخت د پاره يو شمېر کسان پرته له عدلې محاکمې څخه په جېلونو کې ساتل کيږي.

روت ويلي دي، هغه مثبت گامونه چې اوباما په خپلو ټاکنيزه سياليو او يا د کار په لومړيو ورځو کې يادول، هغومره رښتيا نه شول لکه چې هيله يې کېدله.

نوموړي مشر د اوباما پر دې کار باندې هم سخته نيوکه کړېده، چې د تېر سپتمبر په مياشت کې يې، د جنوبي افريکې د يوه تکړه حقوق پوه ريچارد گولډسټون تر مشرتابه لاندې د ملگرو ملتونو لخوا ټاکل شوي څېړونکي هيئت دا رپوټ هم لاسليک نه کړ، چې وايي اسرائيلو او حماس دواړو يو کال وړاندې د غزې په جگړو کې جنايي کارونه سر ته رسولي.

د دې وروستي رپوټ د پاره په 2009 ميلادي کال کې، د امريکې د متحده ايالتونو په شمول له 90څخه زياتو هېوادونو کې څېړنې شوېدي.

د روت له قوله په 2009 ميلادي کال کې تر بل هر ځای په روسيه کې ډېري پېښي موجودي وې . کله کله په تېره بيا په چچنستان کې د بشري حقونو د پلويانو د ژوند په بيه . په دې پېښو کې مسئوليت اکثرأ د نامعلومو کسانو پر غاړه وراچول شوی دی . نور هېوادونه چې د بشري حقونو پلويان پکښې وژل شوي، حملې پرې شوي او يا يرغمل نيول شوي، عبارت دي له کينيا، بروندي، سريلانکا، افغانستان، ماليريا، هندوستان، ازبکستان، او يمن څخه .

Agenturen IPS/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب