1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍآسیا

د بشري حقونو سازمان: طالبانو د رسنیو آزادي تر پښو لاندې کړې

شکیلا ابراهیم خیل | ژباړونکې:گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ آبان ۱, پنجشنبه

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه تازه رپوټ کې اعلان کړی دی چې طالبانو په افغانستان کې رسنۍ له منځه وړي او پايماله کړي دي. دغه سازمان زیاته کړې ده چې طالبانو پاته رسنۍ تر څارنې او سانسور لاندې راوستلې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو د رسنیو آزادي تر پښو لاندې کړې ده
د طالبانو له خوا د ښځو له پاره د مکتبونو د پرانیسو له پاره د اعتراضونو ځپل کیدل انځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

د بشري حقونو د څار ادارې د یوه تازه رپوټ په خپرولو سره په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په هکله خپله اندیښنه ښودلې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان موندنې ښيي چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اگست مياشت کې په افغانستان کې واک ته له رسیدو راهیسې، د رسنیو آزادي له منځه وړې ده.

د نوموړي رپوټ له مخې، د طالبانو چارواکو پاته نورې رسنۍ تر سختې څارنې او سانسور لاندې راوستلي دي او خبریالان او د رسنیو نور کارکوونکي یې د هغو مطالبو د خپرولو له امله چې د طالبانو په نظر انتقادي دي، مجازات کړي دي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان شنونکې فرشته عباسي، وايي: «طالب چارواکي په مخ پر زیاتیدونکي توگه افغان خبریالان مجبوروي چې «بې خطره» او مخکې له مخکې تائید سوي مطالب تولید کړي او هغه کسانو ته د پر خپل سر نیونو او شکنجو له لارې سزا ورکوي چې له دغو حدودو څخه تیریږي.»

د هغې په خبره، «که څه هم ټول افغان خبریالان له دغه وضعیت څخه اغیزمن سوي دي او ډېر یې له هیواده تښتیدلي دي، خو په تیره بیا ښځې له دغه ډول گواښ سره مخامخې دي.»

سخت مقررات او د هغو په تعبیر کې د چارواکو خلاص لاس

د بشري حقونو د څار سازمان د رپوټ په حواله، د ۲۰۲۱م کال له اگست میاشتې لږ وروسته، د طالبانو د معلوماتو او رسنیو مرکز، یوه ۱۱ ماده یې مقرره د رسنیو له پاره اعلان کړه چې پکښي «له اسلام سره په ټکر کې»، «د دغې ډلې څېرو ته د توهین» او «د خصوصي حریم د نقضولو» د محتوا د خپرولو منع کیدل شاملیدل. سربیره پردې، له خبریالانو غوښتل سوي دي چې ډاډ ورکړي چې «متوازن» رپوټونه به خپروي او «یوازې هغه څه چې حقیقت دي» خپاره کړي.

اړوند:په افغانستان کې ټولنیزو رسنيو ته لاس رسی محدود شوی

د بشري حقونو د څار سازمان په ونیا، ستونزه په دې کې ده چې د دغو اصطلاحاتو د تفسیر له پاره هیڅ ډول معیار نه دی وړاندي سوی او دا په خپله په ټولو سطحو کې د طالبانو د چارواکو خپلسریو لاس وهنو ته زمینه برابره کړې ده.

د نوموړي سازمان په حواله طالب چارواکي د رسنیو رپوټونه مخکې له خپریدو گوري او هرهغه محتوا چې فکر کوي «پر عمومي روحیې باندې منفي اغیز» لري، سانسوروي.

یو له خبریالانو څخه د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي دي: «موږ ته وايي: پام وکړی چې رپوټونه مو موږ ته زیان ونه رسوي. که دا کار وکړی، وبه نیول سی».

د رسنیو د آزادۍ سقوط

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې په تیرو څلورو کلونو کې، په ټول افغانستان کې د رسنیو آزادي ډیره کمه سوې ده. د دغه سازمان په خبره، د طالبانو استخباراتي ادارې د رسنیو ټول محتوا کنترول او د امر بالمعروف مامورین د رسنیو پر کارکوونکو اجباري جامې او نور محدودیتونه هم تحمیلوي. د نوموړي سازمان موندنې ښيي چې د سیمه ایزو چارواکو له خوا د خپلسري قوانینو پلي کول هم په هر ولایت کې د پراخ او متفاوت سانسور سبب سوی دی.

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ او په افغانستان کې د آزادو رسنیو وضعیت

04:11

This browser does not support the video element.

د دغه رپوټ له مخې، د طالبانو له واکمنۍ مخکې افغانستان د سلونو خصوصي او خپلواکو رسنیو خاوند و، خو له واکمنۍ وروسته په لومړنیو څو میاشتو کې، د هغوی ۴ تر ۶۰ سلنې پورې رخصتې سوې. په ۲۰۲۲م کال کې د نارینه وو خبریالانو شمیر له شاوخوا ۴۰۰۰ تنو څخه ۲ زرو ته راکم سو او د ښځینه خبریالانو شمیرهم چې له ۲۰۲۱م کال مخکې ۱۴۰۰ وو، په ۲۰۲۴م کال کې ۶۰۰ تنو ته رسیدلی دی. له ۲۰۲۱م کال راهیسې څه د پاسه زر خبریالان د دغه هیواد پریښودلو ته مجبوره سوي دي.

رپوټ زیاتوي چې په ډیریو ولایتونو کې هیڅ خبریاله فعالیت نه کوي. خبریالانې مجبورې دي چې له محرم نارینه سره کار وکړي او ډېری وخت فقط له کوره رپوټ جوړوي. د امر بالمعروف مامورین رسنۍ د جنسیتي جلاوالي د پلي کولو له پاره تر څیړنې لاندي نیسي.

په رپوټ کې راغلي دي چې په ځینو ولایتونو کې د ښځو د ږغ خپرول منع او یا هم محدود سوي دي او هغوی په رسمي او دولتي پیښو کې له حضور څخه منع کیږي.

شکنجه او خپلسیري نیونې

د بشري حقونو د څار سازمان د رپوټ په حواله، په افغانستان کې د خبریالانو نیول کیدل او شکنجه په یوې عادې موضوع اوښتې ده.

نیول سوو کسانو له وهلو ټکولو، په پلاستیک باندي خفق کیدو او رواني شوکونو څخه رپوټ ورکړی دی. رپوټ زیاتوي چې ډېری نیول سوي خبریالان د داسي تړونونو لاسلیک کولو ته مجبوریږي چې له مخې یې نور په رسنیو کې کار ونه کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي چې له قومي اقلیتونو په تیره بیا هزاره گانو څخه خبریالان د لاډیر بد چلند سره مخامخ کیږي.

د افغانستان د هزاره گانو له ټولنې څخه یوه خبریال د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي دي: «ماته یې وویل چې یو هزاره هلک د دې جرئت کړی دی چې زموږ پرضد یو څه ووايي؟ موږ امریکایانو ته ماته ورکړې ده، ته څوک یې؟ کولای سو هره شیبه تا ووژنو.»

په جلاوطنۍ کې د خبریالانو د وضعیت په هکله اندېښنه

د بشري حقونو د څار سازمان رپوټ زیاتوي چې څه د پاسه زرو خبریالانو واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، دغه هیواد پرې ایښی دی. د رپوټ په حواله، له هغوی څخه ډېر یې ترکیې، پاکستان، اروپا او امریکا ته پناه وړې ده، خو ژوند یې له اخراج څخه د بیرې او مالي ستونزو سره مل دی.

د بشري حقونو د څار سازمان موندلې ده چې په ترکیه کې افغانان ډېر کم د رسمي پناهندگۍ وضعیت ترلاسه کوي او ډېری یې پرته له اقامې ژوند کوي. هغوی د نیول کیدو یا اخراج له بیرې، له سفر کولو او یا هم ادارو ته له تگ څخه ډډه کوي. په ترکیې کې افغان خبریالانو په سفارت او قونسلگریو کې د طالبانو له څارنې څخه اندېښنه څرگنده کړې ده.

سربیره پردې، په پاکستان کې هم د ۲۰۲۳م کال په پای کې د افغانانو له پاره د ویزو صادرول او تمدید په ټپه ودریده او تر ۱۵۰ ډېر خبریالان په پاکستان کې د اجبارې ستنیدو له خطر سره مخامخ دي.

په امریکا متحده ایالاتو کې هم، په ۲۰۲۵م کال کې د افغانانو له پاره د «مؤقت حفاظت» د وضعیت پای ته رسول، ډېر کسان د توقیف او اخراج له گواښ سره مخامخ کړي دي.

اړوند:طالبانو په درو ولايتونو کې د ملي تلويزیون خپروني بندي کړي دي

د بشري حقونو د څار سازمان په دغه رپوټ کې د طالبانو له ادارې غوښتي دي چې د خبریالانو نیول کیدل، شکنجه او سانسور سمدستي په ټپه ودروي او د ښځینه خبریالانو پر وړاندي دي تبعیضي محدودیتونه لغوه کړي.

دغه سازمان د افغان پناه غوښتونکو له کوربه هیوادونو هم غوښتنه کړې ده چې د هغوی له اجباري اخراج څخه ډډه او په تبعید کې د افغان رسنیو ملاتړ وکړي.

د طالبانو ادارې تر اوسه پورې د دغه رپوټ پر وړاندې کوم غبرگون نه دی ښودلی، خو په تیرو وختونو کې یې په تکرار سره ویلي دي چې رسنۍ اجازه لري د «اسلامي اصولو» او «ملي ارزښتونو» پر بنسټ فعالیت وکړي.

آیا په افغانستان کې رسنۍ د بندیدو له ګواښ سره مخ دي؟

31:48

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل