1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستآسترالیا

«طالبان ښايي د استرالیا له تازه بندېزونو سره مخ شي»

محمد عارف فرهمند ژباړن: امید دیدار
۱۴۰۴ آبان ۲۲, پنجشنبه

د بشري حقونو د څار سازمان یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د استرالیا حکومت پلان لري، چې د خپلو بندیزونو په مقرراتو کې تعدیلات راولي، چې دا چاره به د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونو له امله پر طالبانو د بندیزونو لامل شي.

Afghanistan I Taliban
انځور: Siddiqullah Alizai/AP/picture alliance

د بشري حقونو د څار ادارې  د نومبر پر ۱۳ د پنجشنبې په ورځ یوې خبرپاڼې کې وویل، د اسټرالیا د حکومت وړاندیز شوي اصلاحات په  افغانستان  کې د طالب چارواکو او د بشري حقونو نورو سرغړونکو د حساب ورکولو په برخه مهم ګام دی.

د بشري حقونو د دغه سازمان په وینا، د خودکاره بندیزونو د مقرراتو تعدیل د نویو معیارونو داسې ليست راپېژني، چې په ځانګړې توګه د افغانستان له پاره طرحه شوی.

د بشري حقونو د څار سازمان  ویلي، چې دغه اصلاحات د استرالیا دولت ته دا اجازه ورکوي، چې پر هغو کسانو او بنسټونو هدفمند بندېزونه او د سفر ممنوعیت ولګوي، چې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او لږه‌کیو په سرکوب کې رول لري.

په استرالیا کې د بشري حقونو د څار بنسټ مشرې، دانیلا ګاوشون وویل:« په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بریدونو او نورو جدي بشري حقونو سرغړونکو طالب مشرانو پر وړاندې د آسټرالیا حکومت دغه اقدام خورا مهم دی.»

پر ښځو د محدودیتونو او بندیزونو اوږد لست

په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان له ولکې وروسته طالبانو پر نجونو او مېرمنو یو لړ محدودیتونه او بندېزونه لګولي، چې د بشري حقونو سازمانونو په وینا، ښايي «د بشریت پر وړاندې جنایت» او «د جنسیت پر بنسټ ځورونې» وګڼل شي.

نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو  په ځلونو له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او په ځانګړې توګه دې پر نجونو د زده کړو او کار بندېزونه پای ته ورسوي.

د طالبانو ادارې تر اوسه  د ښځو د حقونو  په اړه د نړیوالې ټولنې یوې غوښتنې ته هم مثبت ځواب نه دی ورکړی او ادعا کوي، چې په افغانستان کې یې د شریعت پر بنیاد ښځو ته حقونه ورکړي دي.

آیا د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ لا پسې سختیږي؟

03:56

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب