1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو د څار سازمان پر کلینک د چاپې د پلټلو غوښتنه کړې

۱۳۹۸ تیر ۲۱, جمعه

د بشري حقونو د څار سازمان له افغان چارواکو د هغې چاپې په هکله د پلټنو غوښتنه کړې چې په خبره یې په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ په یوه کلینک د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا ملکیان وژل شوي دي.

Afghanistan Kundus Sicherheitskräfte Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې عیني شاهدانو دوی ته ویلي دي چې افغان ځانګړو ځواکونو د وردک ولایت په دای میرداد ولسوالۍ کې پر یوه کلینک باندې چاپه وهلې ده. زیاته شوې ده چي لومړی ځواکونو یو پای واز وواژه او بیا یې نور څلور تنه د پوښتنو ګرویږونو له پاره بیل کړل چې د کلینک مشر، د لابراتوار یو کار کوونکی، یو باډیګارد او یو بل پیواز په کې شامل وو.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې د کلینک د مشر پرته بیا وروسته د نورو ټولو جسدونه وموندل شول چې په مرمیو ویشتل شوي وو. بیانیه زیاتوي چې د کلي اوسیدونکي په دې باور دي چې د کلینک مشر ځانګړو ځواکونو له ځانه سره بیولی دی.

د بخښنې د نړیوال سازمان د آسیا څانګې مرستیالې مشرې پتریشیا ګاسمن، له قوله په بیانیه کې راغلي دي: «د افغان حکومت له پاره ضروري ده چې هغه قوماندانان چې دغه امر یې ورکړی او همداشان هغه عسکر چې ډزې یې کړي دي تعقیب کړي.»

د دغه کلینک چارې د افغانستان له پاره د سویډن کمیټه له خوا پرمخ وړل کیدې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مرستیال مشر توبي لینزر، د پنجشنبې په ورځ د دغه پيښې او همداشان په غزني کې د هوایي برید په هکله اندیښنه ښوولې وه. په غزني کې د هوایي برید په پایله کې د ایمرجنسي مرستندویه سازمان دوه کارکوونکي وژل شوي وو.

توبي لینزر ویلي وو چې نړیوال بشري قوانین ټول اړخونه پر دې مکلفوي چې د بشري مرستو رسوونکي، روغتیايي کارکوونکي او زیر بناوې خوندي وساتي. هغه زیاته کړې ده چې که چیرې په دغه مورد دا صدق نه کوي نو د دغې پيښې د څیړولو اړتیا ده څو عاملین یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د لینزر په خبره په روان میلادي کال کې په افغانستان کې ۷۷ مرستندویه کارکوونکي وژل، ټپیان او یا هم تښتول شوي دي.

(sr/ms (dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب