بغلان او کندوز د هغو ولایتونو په ډله کې دي چې له ډیرو نا امنیو سره لاس او ګریوان دي او ګڼ شمیر ولسوالۍ یې د طالبانو له بریدونو سره مخامخیږي او یا هم په بشپړه توګه د د دغې ډلې تر ولکې لاندې دي.
د بشري حقونو د څار سازمان له افغان دولت او امنیتي ځواکونو څخه غوښتي چې د زده کړې له مرکزونو څه د پوځي اډو په توګه کار وا نه خلي او د هغو کسانو پر وړاندې چې په دې کار لاس پورې کوي، سخت قانوني چلن وکړي.
دغه سازمان پر طالبانو باندې غږ کړی دی چې په ښوونځیو بریدونه ونه کړي.
انځورونه: د هر هيواد د ماشومانو ژوند له ټولگيو څرگنديږي
د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې ماشومان په کومو شرایطو کې زده کړې کوي. په نزدې ټولو هیوادونو کې ښوونکي پر توره تخته باندي په تباشیر لیکنه کوي. خو د زده کوونکي ټولګي یو له بل سره ډیر ټوپیر لري. ځینې زده کوونکي پر وړونکو څوکیو زده کړي کوي، ځینې نور بیا پر ځمکه ناست وي او ځیني بیا په براخو څوکیو له خپلو لپتاپ کمپیوترونو سره خپل درسونه زده کوي.
انځور: AP
سویلي کوریا په روزنیز نظام کې خپل ډیر تمرکز پر دیجیتال رسنیو باندي کوي. په هر ټوللګي کې انترنت او کمپیوترونه موجود وي. دولت هم غواړي چې ټول کتابونه دیجیتال بڼي ته واړوي. د دې له پاره چې ټول ماشومان دیجیتال درسي موادو ته لاسرسی ولري، حکومت يې غریبي کورنيو ته په وړيا توګه کمپیوترونه ورکوي.
انځور: AP
په ګانا کې بیا د زده کړې مواد دیجیتال نه دي او ښوونکي په تباشیر سره پر تورو تختو باندي درسونه لیکي. د نورو ګاونډیو په پرتله په ګانا کې د سواد کچه ځکه لوړه ده چې د ښوونځي لومړي شپږ کاله وړیا دي. په دې هیواد کې باید ماشومان نهه کاله په الزامي توګه زده کړې وکړي.
انځور: Fotolia/Living Legend
په آلماني ښوونځيو کې ماشومان ډیر وخت له پنسلونو او کتابچو څخه کار نه اخلي، بلکې په عوض یې له خپلو ځیرکو تلیفونونو او کمپیوترونو څخه کار اخلي. د دې کار هدف په دې هیواد کې د دیجیتال زده کړو پیاوړي کول دي.
انځور: AP
په پرمختللو هیوادونو کې ښوونځي ته تګ یوازي د لومړنیو زده کړو په معنی نه وي. پرمختللي هیوادونه په لومړیو کلونو کې پر زده کړو باندي ډیر تمرکز کوي. خو په وروسته پاتو او لږ عاید لرونکو هیوادونو کې بیا له هرو ۲۰ ماشومانو څخه ۳ يې تر ښوونځي مخکې وړکتون ته ورځي.