1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو شورا له غړېتوبه د افغانستان بې برخې کېدل

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ مهر ۲۱, پنجشنبه

د بشري حقونو فعالین وايي چي افغانستان تر بل هروخت اوس ډېره اړتیا درلوده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې یې غړېتوب درلودای. افغانستان ولې ددې شورا غړی نه شو؟

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلهانځور: Cia Pak/UN Photo/ Xinhua/picture alliance

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا له پاره له راتلونکې ۲۰۲۳م کال له پیله، څوارلسو هيوادونو د دې شورا غړېتوب ترلاسه کړی چې افغانستان پکې نشته.

د دې شورا د ۱۲ نویو غړیو غوره کولو له پاره د سه شنبې په ورځ ټاکنې وشوې چې له اسیا پسفیک هېوادونو څخه افغانستان، سویلي کوریا، قرغیزستان، مالدیف، ویتنام او بنګله دیش نوماندان ول، خو افغانستان او کوریا د بریا رایې ونه ګټلې.

په افغانستان او بهر کې د بشري حقونو ټینګښت او خوندېتوب د دې شورا د غړيتوب له پاره معیارونه دي.

اړوند مطلب:امريکا د بشري حقونو د وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې

کتونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې له بشري حقونو څخه مکررې سرغړونې، د ښځو او نجونو زده کړو او کار ته خنډونه، ښايي هغه لاملونه وي چې له مخې یې افغانستان رایې ترلاسه نه کړې.

په کابل کې لېکوال او د بشري حقونو فعال شمس الحق حیران دویچه ویله ته وویل، اوس افغانستان د بشري حقونو له اړخه په خورا ترینګلي وضعیت کې دی: «میلیونونه نجونې د زده کړې حق نه لري، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د اوسني سرپرست حکومت له خوا ملغی دی، ګڼ شمېر ښځې له کورني تاوتریخوالي، توپیري چلند او کړاوونو سره مخ دي، موږ هره ورځ وینو چې د افغانستان قومي او مذهبي لږه کي په امنیتي پېښو کې په نخښه کېږي او دلته په افغانستان کې هېڅ داسې رسمي او نړیوالو ته د منلو وړ خپلواکه مرجع نشته چې د بشري حقونو د نقض موارد مستند کړي او د حل له پاره یې غږ پورته کړي.»

د ښاغلي حیران په وینا که افغانستان د دې شورا غړېتوب ترلاسه کړی وای، نو افغانانو به د بشري حقونو وضعیت ښه والي او غږ پورته کولو له پاره یو نړېوال ادرس درلودی.

اوس د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په تړاؤ د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی څېړنې او ارزونې کوي، دغه سازمان د نوموړي ماموریت یو کال نور هم غځولی دی.

افغانستان له ۲۰۱۸م کال څخه بیا تر ۲۰۲۰م کاله پوري د دې شورا غړېتوب درلود.

اړوند مطلب:

طالبانو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان نه انتخابېدو ته په خپل غبرګون کې ویلي، دا رایه اچونه د هغوی له حضور پرته ترسره شوې. د طالبانو ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي دي چې دا پریکړه ناعادلانه ده.

د بشري حقونو فعال شمس الحق حیران وویل چې د طالبانو حکومت باید د بشري حقونو د ټینګښت له پاره له نړېوالې ټولنې سره د رغنده تعامل له پاره د بشري حقونو کمېسیون بیرته فعال کړي: «اسلامي امارت باید نړیوالو خپلواکو او بې پرې څېړونکو بنسټونو او رسنیو ته د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د مستندو راپورونو د جوړولو له پاره هر راز امنیتي او تخنیکي آسانتیاوې برابرې کړي، تر څو هغوی وکولی شي د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه په دې اړه پر حقایقو ولاړې پېښې مستندې او نړۍ پرې خبره کړي.»

حیران په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په سیاسي استازولۍ (یوناما) هم غږ وکړ چې د هېواد د بشري وضعیت د ښه والي له پاره باید کره رپوټونه نړېوالو ته وړاندې کړي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل