1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو فعالان: ترکیه یزدیان دین بدلولو ته اړ باسي

۱۴۰۲ فروردین ۱۶, چهارشنبه

د بشري حقونو یوه ملاتړې ټولنه ادعا کوي چي د ترکيې حکومت د سوريې پولي ته څېرمه سیمه کي پر مذهبي لږکیو فشار راوړي. دغي ټولنې ویلي دي چي یزیدیان په مرګ ګواښل کېږي او په زور دین بدلولو ته اړ ایستل کېږي.

د عراق یزیدۍ ښځه د لالیش په معبد کې لمونځ کوي
د عراق یزیدۍ ښځه د لالیش په معبد کې لمونځ کويانځور: Ismael Adnan/AFP via Getty Images

تر ګواښ لاندي خلکو له پاره دا ټولنه (GfbV) چي مرکز يې د المان په ګوتینګن ښار کي دی، د دوشنبې په ورځ يې د سوریې او ترکیې ترمنځ په سرحدي سیمو کي د یزیدیانو د روان وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه. 

یاده ټولنه ادعا کوي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یوازي په سیمه کې سني مسلمانان زغملی سي. 

د دغي ټولني په خبره، د نورو مذهبونو پیروان د مثال په ډول یزیدي کردان اړ کېږي چي داسلام دین ومني کنه له خپلو سیمو به وشړل سي. 

اړوند: آلمان د یزیديانو له پاره د عدالت په هڅه کې دی
 د سوريې یوشمېر شمالي برخي د ترکيې تر واک لاندي دي، عفرین ښار یو له دغو سیمو څخه دی، چي ډېری وګړی يې کردان دي. 

له ۲۰۱۸م کال د مارچ میاشتي راهیسي یادي سیمي ترکي ځواکونو اشغال کړي او ډېری خلک له یادي سیمي تښتېدلي دي.  

اړوند: د آلمان پارلمان پر یزيديانو جنايتونه «نسل وژنه» وبلل

غیري دولتي بنسټونه وايي، له تیرو څو کلنو راهیسي هلته بشري حقونه تر پښو لاندي کېږي. تر ګواښ لاندي خلکو له پاره دا ټولنه د المان له فدرالي حکومته غواړي، چي له عفرین ښار خپل سیاسي، ډيپلوماټیک او ترهرڅه ډېر مهم دا دی چي په ټوله سوریه کي پر سختدریځو اسلامپالو مالي مرستي ودروي.

اړوند: افراطي «اسلامي دولت» ډلې ډیر شمیر یزیدیان آزاد کړي

د دغه بنسټ په خبر، دا په ځانګړي ډول هغه وخت دی، چي د المان فدرالي پارلمان (Bundestag) د یزیدیانو نسل وژنه په رسمیت وپیژندله.

داسي ویل کېږي چي دا نیمه پوځي ځواکونه یا ملیشې د ترکيې پلوه سوریايي مخالفي ډلي یا اپوزیسیون «د سوريې د مخالفو انقلابي ځواکونو ملي ائتلاف» مسلح کسان دي. 

ژباړه:محمدابراهیم سپېڅلی
زموږ له ارشیف څخه

«که ماشومان مې نه وای، ځان مي واژه»

03:29

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل