د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ بنت وايي بې عدالتي باید عادي نه سي
۱۴۰۴ آذر ۱۹, چهارشنبه
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سازمان مرستندویه پلاوي «یوناما» د ډسمبر پر لسمه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په افغانستان کې واکمن چارواکي باید «د بشري حقونو په برخه کې نړیوالو مکلفیتونو ته ځان نیژدې کړي.»
دغه سازمان زیاته کړې ده چې دغه کار نه یوازې له نړیوالو معیارونو سره سمون خوري، بلکه د هیواد د سولې، استقامت او پراختیا له پاره عملي لار ده.
اړونده موضوع: یوناما د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر نیولو اندېښنه وښوده
د یوناما سرپرستې او د افغانستان له پاره د ملگرو ملتو د عمومي منشي د ځانگړي استازي مرستیالې، جورجت گانیون ویلي دي: «بشري حقونه اختیاري امر نه دی. دغه حقونه د ژوند د دوام له پاره ورځنۍ اړتیا ده.»
د طالبانو ادارې واک ته له رسیدو راهیسې، د خلکو په تیره بیا ښځو او نجونو اساسي حقونه محدود کړي دي، یعنې دا چې نجونې له شپږم ټولگي وروسته د زده کړو اجازه نه لري او ښځې نه سي کولای کار او په ټولنیزو چارو کې گډون وکړي.
ملگرو ملتونو ویلي دي چې دغه محدودیتونه د ښځو او نجونو اساسي حقونه او د افغانستان راتلونکی کمزوری کوي.
گانیون زیاته کړې ده چې له دې خبرې څخه ډاډ ترلاسه کول چې ښځې او نجونې کولای سي زده کړې وکړي، کار وکړي او له بشپړ مشارکت برخمنې دي، د پرمختگ له پاره یو ضروري امر دی.
یوناما په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د استازې، فیونا فریز له خولې ویلي دي: «ورځنۍ اړتیاوې لکه زده کړې، روغتیا، سوکالي او حقوقي آزادۍ گانې دي چې باید د ټولو افغانانو له پاره برابرې سي خو ډیر شمیر افغانان په تیره بیا ښځې او نجونې له دغو حقونو بې برخې دي.»
د یوناما په وینا، په افغانستان کې ځانگړې ډلې په تیره بیا ښځې، هغه کسان چې له پخواني حکومت سره تړلې سابقه لري، پخواني امنیتي ځواکونه او مدني فعالین د غچ اخیستلو د اقداماتو او بشري حقونو څخه د سرغړونې له گواښ سره مخامخ دي.
د بشري حقونو د مراعاتولو په اړه د نړیوالې ټولنې له تکراري غوښتونو سره سره، طالبانو په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د محدوونکو فرمانونو صادرولو ته ادامه ورکړې ده.
« بې عدالتي باید عادي نه سي»
په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه د ملگرو ملتونو د سازمان ځانگړي رپوټ ورکوونکي، ریچارډ بنت هم ویلي چې بشري حقونو ته د ملگرو ملتونو د هلو ځلو په سر کې ځای ورکړل سوی دی تر څو له سولې او برابرۍ او انساني کرامت څخه ساتنه وکړي او له هغو بې عدالتیو څخه چې د نورو تر څنگ په افغانستان کې زغمل کیږي، مخنیوی وکړي.
هغه د ایکس پر پاڼې زیاته کړي: «د بشري حقونو په ورځ باید نړۍ په قاطع ډول ووايي: بشري حقونه نړیوال او د بحث وړ نه دي او بې عدالتي باید عادي نه سي.»