د بغداد چاودنې د قربانیانو شمیر تر ۲۰۰ اوښتی
۱۳۹۵ تیر ۱۴, دوشنبهد یکشنبې په ورځ د بغداد په یوه مشهور بازار کې د برید د قربانیانو شمیر اوس لږ تر لږه ۲۱۳ تنو ته لوړ شو. د عراق د روغتیا وزارت په وینا پر دې سربیره نور ۳۰۰ تنه ټپیان شوي هم دي چې د یو شمیر کسانو روغتیايي حالت د انديښنې وړ دی. تندلارې ډلې داعش د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د بغداد په «الکرادة» نومې ناحیه کې د یکشنبې په سهار د چاودیدونکو توکو یو ډک موټر وچاودید. دا چې د روژې میاشت په ختمیدو ده او اختر رانزدی دی، نو ډیری عراقیان د اختر د سودا له پاره له کورونو وتلي وو. د چاودنې له کبله ډیر شمیر ودانیو ته زیان اوښتی، ځینې یې نړیدلي دي او ځیني نور بیا سوځیدلي دي چې یوه پکښې بشپړ مارکیټ هم شامل دی. د مړو شمیر مخ په زیاتیدو دی، ځکه چې د ژغورنې عمله تر خرابیو لاندې د خلکو لټون کوي.
د شیعه مسلمانانو پر ضد د داعش بمي برید
داعش ویلي دي چې دغه برید یې د شیعه ولس اړونده کسانو پر ضد کړی دی. دغه تندلارې سني ډله وخت نا وخت پر شیعه مذهبو بریدونه کوي. دغې ډلې په تیرو وختونو کې په عراق کې د ډیر شمیر بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. په می میاشتې کې په عراق کې د یو شمیر بمي بریدونو په ترڅ کې ۸۶ انسانان ووژل شول.
د عراقي پولیسو د کړیو په حواله د یکشنبې په ورځ د بغداد په شمال کې شیعه میشته سیمه کې یوه بله چاودنه هم رامنځ ته شوې ده چې لږ تر لږه دوه تنه یې وژلي دي.
لومړي وزیر د نوې امنیتي طرحې امر کړی
د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي، د چاودنې له سیمې څخه لیدنه وکړه او د درې ورځني ویر اعلان یې وکړ. قهریدلو خلکو د هغو د موټرو پر کاروان د تیږو او بوتلونه گوزارونه وکړ. العبادي له داعش څخه د فلوجه ښار تر نیولو وروسته د لا زیات امنیت ژمنه وکړه، خو لا هم په بریدونو کې کموالی نه تر سترگو کیږي.
اوس لومړي وزیر د نویو اقداماتو د تر سره کیدو اعلان کړی دی. هغه د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی دی چې پلازمینې ته د راتلونکو موټرو تالاشي سخته کړل شي. پر دې سربیره هغه د چاودیدونکو توکو د موندلو د نویو سیستمونو څخه د کار اخیستو اعلان کړی دی. د هغه په خبره له کوم سیستم څخه چې اوس امنیتي ځواکونه استفاده کوي په اغلب گومان زیاتره وخت بې فایدې وې.
یوه بریتانوي سوداگر څو کاله تر مخه دغه سیستم پر عراق پلورلی وو. همداشان په راتلونکې کې باید امنیتي پرسونل د تالاشي په پوستو کې د گرځنده تلیفون د کارولو اجازه و نه لري، اکتشافي څارنه باید پیاوړې کړل شي، په پلازمینه بغداد کې د امنیتي ځواکونو تر منځ همغږي ښه کړل شي او د تالاشۍ پوستې له سره تنظیم کړی شي.
د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د بغداد او همداشان د ډهاکه برمته نیونه چې پکښې ۲۸ تنه ووژل شول غندلې ده. د هغې په خبره دغه شان وحشیانه او غیر انساني کړنې د توجیه وړ نه دي.