په بغلان کي يوه ځانمرگي بريد ۱۵ تنه ووژل
۱۳۹۲ اردیبهشت ۳۰, دوشنبهد بغلان ولايت د امنيې قومندان مرستيال صديق مرادي خبريالانو ته ويلي دي: «د ولايتي شورا د رئيس محسني او ساتونکو په گډون ۱۵ تنه وژل سوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.» د هغه په خبره په وژل سوو کسانو کي مراجعين هم شامل دي.
د دغه ولايت د روغتيايي چارو يوه مسئول زبير اکبري د يوولسو تنو وژل کېدل تائيد کړي دي او ويلي ئې دي چي د ولايتي شورا رئيس له خپلو درو تنو ساتونکو سره وژل سوی دئ.
د بغلان پوليسو ويلي دي، چي ځانمرگی پياده د ولايتي شورا ودانۍ ته ننوتی دئ. د دغه ولايت د پوليسو وياند جاويد بشارت ويلي دي، چي د ځانمرگي هدف د ولايتي شورا رئيس وو.
د دې پيښي مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پرغاړه نه دی اخيستي. خو په افغانستان کي د دغه شان پيښو پړه وسله وال طالبان پرغاړه اخلي.
دغي ډلي له څو کلونو راهيسي افغان دولتي او امنيتي چارواکي د خپلو حملو هدف گرځولي دي. طالبانو د پسرلي په پيل کي اعلان وکړ، چي د پسرلنيو يرغلونو هدفونه به ئې بهرنيان او ديپلوماتيکي سيمي وي.
د جمعې په ورځ د کندهار ښار په عصري سيمه عېنو مېنه کي د دوو چاودنو په ترڅ کي ۹ تنه ووژل سول او نزدې ۷۰ تنه نور ټپيان سول. دا په کندهار کي تر ټولو باامنه سيمه ده چي پر څلورو خواوو ئې ديوال او امنيتي کمربند هم راگرځېدلی دئ.
د دې ترمخه د پنجشنې په ورځ په کابل کي د يوه موټر بم په چاودنه کي د ۶ تنو امريکايانو په گډون ۱۵ تنه چي کوچنيان هم پکښې ول ووژل سول. د دغي حملې مسئوليت د گلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلي پرغاړه واخيست.
تر چاودني وروسته د دغي ډلي يوه وياند خبريالانو ته وويل، چي له اوونيو راهيسي ئې دغه بريد پلان کړی وو.
د دولت د وسله والو مخالفينو بريدونو په داسي وخت کي زور اخيستی دئ، چي په پلان کي ده د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري د افغانستان ټول امنيتي مسئوليت يوازي افغان امنيتي ځواک پرغاړه واخلي.
خو کارپوهان وايي، چي افغان امنيتي ځواک لا تر اوسه د دې جوگه نه دی، چي دغه ستر مسئوليت ته په يوازي سر اوږه ورکړي.