د بلجيم له حکومته د ښي اړخو وتل او په کابينه کې بدلون
۱۳۹۷ آذر ۱۸, یکشنبهد بلجيم د ښي اړخي ګوند مشر بارت دي ويور د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د دسمبر اتمه) ناوخته اعلان وکړ چې ګوند به يې له ائتلافي حکومت څخه ووځي. خو د بلجيم ليبرال صدراعظم له دغه اعلان څخه لږ مخکې په دې اړه ويلي وو: «زه مې په خپله خبره ولاړ يم او مراکش ته به [د تړون په سر غونډې ته] ځم.»
د نړۍ مشران د دوشنبې په ورځ د دسمبر لسمه په مراکش کې سره راټوليږي تر څو د ملګرو ملتونو د مهاجرت تړون لاسليک کړي. د اروپا يو شمير ښي اړخو حکومتونو او ګوندونو پر دغه تړون سختې نيوکې کړي او ځينو بيا د هغه له لاسليک کولو ډډه کړې ده. ملګري ملتونه په پام کې لري چې د دغه تړون پر اساس د مهاجرت کړکيچ او مديريت په نړيواله کچه تنظيم کړي.
خو استراليا، اتريش، هنګري، چک جمهوريت او پولنډ ويلي دي چې له دغه تړون څخه ملاتړ نه کوي. د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړيوال تړون په اصل کې د مهاجرو له پاره څه ګټې لري؟
د ملګرو ملتونو د مهاجرت تړون مهم ټکي کوم دي؟
- سياستوال بايد خپل تصميمونه تر ډيره بريده د موجوده واقعيتونو پر اساس ونيسي. په همدې دليل بايد د مهاجرت موضوع په تړاو شننې او د اطلاعاتو راټولول چټک کړل شي.
- په مبدا هيواد کې د ژوند کولو بد شرايط بايد تر هغه بريده ښه کړل شي تر څو خلک وشي کړای په خپلو هيوادونو کې پاتې شي. د ټولنيزو لاملونو تر څنګ، بايد د اقليم بدلون او هغو پديدو پر وړاندې مبارزه چټکه شي چې چاپيريال ته زيان رسوي.
- کارګر مهاجر بايد په ډيره ښه توګه له استثمار، ناوړه استفادې، د بشر او د کار حقونو له نقضيدو څخه حفاظت کړل شي.
- مهاجر نه بايد د ټولنيزو مرستو او خدماتو له ترلاسه کولو محروم وګرځول شي. په دې برخه کې بايد د بشري حقونو اصل په نظر کې ونيول شي.
- د ملګرو ملتونو سازمان د دوه اړخيزه درناوي پراساس، په ټولنه کې د مهاجرو د بشپړ ادغام غوښتونکی دی.
- د ژغورنې ماموريتونه دې د «مهاجرو د تلفاتو د مخنيوي په موخه» د ملګرو ملتونو له سازمان سره ښه همغږي ولري.
- د انساني قاچاق ډلې بايد د سرحدونو په اوږدو کې تر تعقيب لاندې ونيول او مجازات کړل شي. هغه مهاجر چې د قاچاق په معرض کې قرار نيسي نه بايد مجازات شي.
- د غيرقانوني مهاجرتونو مخنيوی دې د نورو ډيرو اقداماتو تر څنګ، د سرحداتو د ساتنې له لارې ترسره شي. غړي هيوادونه بايد د مهاجرتونو له پاره ډاډمنې او منظمې لارې جوړې کړې.
- هغه مهاجر چې نه منل کيږي، خپل هيواد ته يې د اخراج په موخه بايد د «باعزته بېرته ستنيدا» بهير اسانه کړل شي. مبدا يا اصل هيوادونه بايد د خپلو اتباعو د بيرته منلو په برخه کې خپل مکلفيت ترسره کړي.
په لويديځ کې د مهاجرت مسئله په ځانګړې توګه د اروپا د ۲۰۱۵م کال د مهاجرت تر کړکيچ وروسته پر يوې تر ټولو جنجالي موضوعګانو څخه اوښتې ده.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: