1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که نظام الدين قيصاري او افراد يې تسليم نه شي وبه وژل شي»

۱۳۹۸ آذر ۲۴, یکشنبه

په شمالي ولايت بلخ کې له جنرال دوستم څخه جلا شوی قوماندان، نظام الدين قیصاري وايي چې امنيتي ځواکونو يې پر کور بريد کړی دی. د بلخ د ولايتي شورا رئيس وايي چې د قیصاري کور د مرکز په امر د هغه د نيولو په موخه محاصره شوی دی.

Afghanistan - Mehrere illegale Sicherheitsfirmen geschlossen.
آرشيفانځور: DW/H. Hashemi

د بلخ د ولايتي شورا رئيس محمد افضل حديد دويچه ويله ته وويل چې امنيتي ځواکونو د نظام الدين قیصاري کور د مرکزي حکومت په سپارښتنه محاصره کړی دی. حديد وويل قيصاري په وروستيو کې په بلخ ولايت کې يو لړ خپلسري کارونه پیل کړي وو چې په اړه د مزارشريف اوسیدونکي حکومت ته شاکي شول.

هغه په دې اړه وويل: «له کله چې نظام الدين قیصاري په مزارشريف ښار کې هستوګن شوی، غوښتل يې په خپل سر پر خلکو ځمکې وويشي، هغه د موټرو له اډو څخه پخواني کسان لري او خپل مسلح افراد يې په کې ځاي پر ځای کړل او داسې نور خپلسري کارونه يې وکړل چې بلاخره حکومت د هغه د نيولو امر صادر کړ.

د آلمان خبري آژانس د بلخ د امنيه قومندانۍ د وياند عادل شاه له قوله رپوټ ورکوي چې نظام الدين قيصاري چارواکو ته د تسليميدو پرځای، د هغه وسلوالو کسانو پر پوليسو باندې ډزې وکړي. د عادل شاه په وينا په ډزو کې د پوليسو دوه سرتيري ټپيان شوي دي. عادل شاه وويل: «که چيرته قیصاري او افراد يې مقاومت وکړي نو وبه وژل شي.»

خو نظام الدين قیصاري بيا دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې امنيتي ځواکونو يې پر کور تيره شپه شاوخوا ۱۰ بجې ناڅاپي حمله وکړه: «بیګا شپه لس بجې زه له خپلو شل تنو ساتونکو سره په کور کې ناست وم چې ناڅاپي امنيتي ځواکونو زما پر کور حمله وکړه او زما کور يې پر توغنديو وويشت.»

هغه چې د افغانستان په وخت د ماسپښين دوه بجه له دويچه ویله سره غږيده وويل چې تر اوسه هم جګړه روانه ده او هغوی (امنيتي ځواکونه) بريالي شوي نه دي چې د هغه کور ونيسي. ده وويل: «زه د جګړې پلوی نه يم بايد دغه مسئله حل شي.»

قيصاري وايي چې د حکومت دغه اقدام سياسي انګيزه لري او په دې کې يې د بلخ د پخوانی والی عطا محمد نور هم په لاس لرو تورن کړ: «دا يو سياسي کار دی، دلته نور لاسونه ښکيل دي، استاد عطا دی.» 

د ولايتي شورا رئيس وويل چې د امنيتي ځواکونو او نظام الدين قيصاري د افرادو ترمنځ جګړه تر سهاره ادامه درلوده. د حديد په وينا دا چې سيمه هستوګنه ده نو امنيتي ځواکونو سهار جګړه ودروله. د هغه په وينا په کوم کور کې چې نظام الدين قيصاري اوسيږي د مزارشريف ښار په سويل «نهرتوپ» سيمه کې واقع دی. د حديد په خبره په کوم کور کې چې د نظام الدين کور يا قرارګاه ده هغه هم د بلخ ولايت د يوه سوداګر ده.  

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ پخواني والی عطا محمد نور پرون په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي چې په ارک کې يې له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي او د افغانستان پر روانو حالاتو په ځانګړې توګه په شمال کې د امنتيي وضعيت په اړه يې ورسره خبرې کړي.

نظام الدين قیصاري د ازبک مليشو د پخواني قوماندا جنرال عبدالرشيد دوستم له قوماندانو څخه دی چې په دې وروستيو کې يې له دوستم څخه لاره جلا کړې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل