د بلخ قاضيان په حجرو او جوماتونو کي فيصلې کوي
۱۳۸۹ بهمن ۲۰, چهارشنبهقاضيان دغه تور مني چي ګواکي په حجرو او جوماتونو کي د دندي په تر سره کولو سره د دوی پريکړي د زور واکانو تر اغيز لاندي کيږي.
د بلخ ولايت دوو تنو قاضيانو له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي:
« زموږ انديښنه له دي ده، کله چي يو قاضي يا په جومات او يا هم د سيمه يزو اربابانو په حجرو کي فيصله وکړي نو خامخا د هغوی تر احسان لاندي راځي او پريکړي يي هم اغيزمني کيږي».
په همدې حال کي په شمال کي د ملګرو ملتونو د قانون د واکمنۍ د دفتر يو چارواکی وايي چي په شمال اوپه خاصه توګه په بلخ ولايت کي د عدلي، قضايي او کشفي ارګانونو تر منځ نه همږغي بله هغه ستونزه ده چي دوی ورسره مخ دي.
نوموړی وايي چي په دې هکله يي د يادو ارګانونو تر منځ يوه غونډه هم جوړه کړې تر څو دغي لانجي ته د حل لاره وموندل سي.
په ورته وخت کي د عدليې وزير حبيب الله غالب بيا په ملک کي د بنديانو د دوسيو د نه پر وخت حل او فصل کيدو څخه سر ټکوي.
نوموړي له ټولو عدلي او قضايي ارګانونوڅخه غوښتنه وکړه چي د بنديانو دوسيي پر وخت وڅيړي.
« هر کله چي مو له بنديانو سره کتلي هغوی د خپلو دوسيو د حل و فصل کولو په برخه کي له ځنډ څخه شکايتونه کړي دي، که چيري يوه دوسيه هم په ځنډ هواره سي زورونکې ده».
که له يوي خوا د بنديانو دوسيي په ځنډ څيړل کيږي خو له بل لوري د ولسمشر کرزي د ځانګړو فرامينو په ترځ کي په سلګونو تنه بنديان د هغوی د نسبتي دوسيو له څيړلو پرته له زندانونو څخه آزاد سوي دي.
د افغانستان د زندانونو ريس جنرال امير محمد جمشيد وايي چي، د ولسمشر له
ځانګړو فرمانونو څخه شاوخوا څلور زره بنديانو يوازي سږ کال ګټه اخيستې ده.
« د ۱۳۸۹ کال له پيل راهيسي تر اوسه پوري ۱۸۹۷ تنه نارينه بنديان، ۱۷۰ تنه ښځينه بندياني له بند څخه آزاد او د همدا راز د ۲۰۷۰ تنو نارينه او ۷۰ تنو ښځينه بنديانو د بند په موده کي تخفيف راغلی دی».
رسمي شميري ښيي چي دمګړۍ د هيواد په بيلا بيلو زندانونو کي شاوخوا لس زره تنه په بيلا بيلو جرمونو مجرم پيژندل سوي کسان بنديان دي.
د دغو بنديانو ډير شمير يي د کابل د څرخي پله په زندان کي د بند شپي تيروي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل