د بلخ ولایت د استیناف محکمې له پاره نوې ودانۍ جوړه شوه
۱۳۹۲ تیر ۲۴, دوشنبهدغه نوې ودانۍ د استېناف محکمې د پخواني تعمیر ترڅنګ په یوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول په ۳۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړه شوې ده. دغه ودانۍ ۱۲ خونې او نور اړوند ملحقات لري.
د بلخ ولایت د استېناف محکمې مرستیال مولوې محمد عثمان مولوې زاده، دویچه ویله ته وویل چې د دغې ادارې کارکوونکي د ځای د محدویت له کبله له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان ول، خو د نوموړې ودانۍ په جوړیدو سره یې دغه ستونزه تر ډیره حده اواره شوې ده:
«د بلخ ولایت د استېناف محکمې پخوانۍ ودانۍ چې په تیرو وختونو کې په غیر معیاري توګه جوړه شوې ویجاړه شوې ده. زموږ له پاره مناسب ځای نه وو، خو له نیکه مرغه د نوې ودانۍ په جوړیدو سره زموږ دغه ستونزه ۸۰ سلنه اواره شوه.»
ښاغلی مولوي زاده زیاته کړه چې د دغې ادارې له پاره فرنیچر «میز او چوکۍ» برابرول هم د دغې پروژې یوه برخه ده. له بلې خوا د بلخ ولایت د استېناف محکمې د عامه امنیت سرپرست مشر امین الله کلیوال، د چارو په ښه توګه د تر سره کولو له پاره عصري او معیاري ودانۍ اړینې بولي.
ښاغلې کلیوال وویل چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې دعدلي او قضایي ادارو له پاره د ودانیو د جوړیدو په برخه کې هم ژمنې شوې دي او د قاضیانو د امنیت ساتلو له پاره هم ځینې پلانونه ترلاس لاندې دي.
په دې ورستیو کلونو کې د بلخ ولایت په مرکز کې د دولتي ادارو له پاره اتیا سلنه نوې ودانۍ جوړې شوي دي، خو په ولسوالیو کې بیا دغه ستونزه پر خپل ځای پاتې ده.