1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلخ چارواکي: د نوروز میلې له پاره بشپړ چمتووالی نیول شوی

۱۳۹۷ اسفند ۲۹, چهارشنبه

د بلخ ولایت چارواکي وايي چې د ۱۳۹۸م کال نورو جشن له پاره يې بشپړ امنیتي تدابير نيولي دي. د دغه ولايت چارواکي زياتوي چې ښايي ولسمشر اشرف غنی هم د نوروز ميلې په مراسمو کې د ګډون له پاره مزار شريف ښار ته ورشي.

Bildergalerie Vorbereitungen für das Neujahrsfest in Mazar-e Sharif, Afghanistan
آرشيفانځور: DW/H. Safi

د بلخ ولايت امنيه قومندانۍ وايي چې د نوروز ميلې له پاره یې ستر امنيتي پلان په نظر کې نیولی او خلکو ته ډاډ ورکوي چې په ډاډه زړه د ګل سرخ ميلې کې د ګډون له پاره مزارشريف ښار ته ورشي.

د امنيه قومندانۍ وياند عادل شاه عادل دويچه وله ته وويل: «د نوروز عنعنوي جشن لمانځلو د امنيت له پاره په کافي اندازه امنيتي ځواکونه په دندو ګمارل شوي دي. د لا ډاډمن امنيت برابرولو په موخه پنځه امنيتي کمربندونه جوړ شوي دي.»

د مزارشريف ښاروال عبدالحق خرمي وايي چې له ډير وړاندې دوی په ښار کې د پاکارۍ او تزئناتو چارې پیل کړي او ډاډ ورکوي چې چې سږکال د نوروز نړيوال جشن لمانځلو له پاره يې د نوو پروګرامونو سره بشپړ چمتوالی نيولی دی. هغه زياته کړه: «مزارشريف ښار ته ډير ميلمانه رسيدلي دي، څو زره کسان يوازې مونږ [شاروالۍ] په ښوونځيو کې ځای پرځای او امکانات مو ورته برابر کړل، له بل لورې په ښار کې يو څه قيودات هم شته ځکه فکر کوم چې سبا ولسمشر هم مزارشريف ښار ته راشي.»

د مزار ښاروال زياته کړه دوی هڅه کوي د نوروز جشن اړوند ځينې پخواني دودونه چې په ورستيو کې له پامه غورځيدلي بيرته راژوندي کړي، چې په سږني جشن کې به هم دغه ډول دودونو ته پاملرنه شوې ده: «سږکال مو يوه سيمه د «نورزي سيمې» په نوم جوړه کړې، په هغه ځای کې به نندارتونونه، ژوندۍ محلي موسيقي او کنسرتونه اجرا کيږي. سږنۍ جشن به د نورو جشنونو په پرتله ډير ښه وي.»

د جهنډې پورته کولو مراسمانځور: DW/H. Safi

د کريکټ لوبه

خرمي دغه راز خوښي څرګنده کړه چې د ۱۳۹۸م کال د نوروز په جشن کې د کریکټ يوه لوبه هم په مزارشريف ښار کې په لاره اچول کيږي: «له نيکمرغه د افغانستان کریکټ بورډ د کال په دوهمه ورځ د ماسپښين په دوه بجو د «نوروزي جام» په نوم د کریکټ لوبه په نظر کې نيولې ده چې په هغې کې به د افغانستان د ملي ټيم اتلان برخه ولري.»

خو د دغو ټولو سره سره د مزارشريف ښار يو شمير اوسيدونکي بيا وايي چې د نورو کلونو په پرتله سږکال په دغه ښار کې د ميلمنو ګڼه ګوڼه کمه ده. د مزار ښار اوسيدونکی قدرت الله وايي: «امنيتي وضعيت ښه دی او کومه ستونزه نه شته خو د نورو کلونو په پرتله ميلمانه کم دي په نورو کلونو کې به موږ کره شل پنځه ويشت کسه ميلمانه راتلل، خو سږکال يوازې زما يو ورور له کابله راغلی نور څوک نه دي راغلي.» قدرت الله د دې لامل د نوي امنيه قومندان پر ګمارنۍ په مزارشريف ښار کې وروستۍ رامنځ ته شوې جګړه په ګوته کوي چې په وينا يې د نورو ولايتونو خلک زړه نه ښه کوي د مزارشريف ښار په ګل سرخ ميله کې ګډون وکړي.

وروستې پيښه او انديښنې 

د تخار ولايت اوسیدونکي زلمي اشنا دویچه وله ته وويل که څه هم تخار او شاوخوا ولایتونو يې د نوروز جشن له پاره خپلې ميلې او دودونه لري، خو ترڅنګ به خلک د مزارشريف ښار «ګل سرخ» ميلې ته هم ځي، خو هغه وايي چې سږکال خلک دومره مزار ته تلو ته زړه نه ښه کوي. هغه وايي: «سږکال زما تصميم وو چې [مزارشريف ته] لاړ شم خو دا وروستي جنجالونه چې پيښ شول پروګرام مې تغيير کړ.»

امنيتي چارواکي د بشپړ امنيتي تدابيرو ډاډ ورکويانځور: AFP/Getty Images/F. Usyan

خو په ټوله کې نظرونه مختلف دي، د مزارشريف ښار د سمير وليد هوټل مالک فيرزو قربان بيا وايي چې په دغه ښار کې د نوي امنيه قومندانۍ د ټاکلو پر سر وروستي راولاړ شوو جنجالونو کوم خاص اغيز نه دی لرلی: «څنګه چې مخکې کلونو کې خلک مزار ته راتلل اوس هم هماغه شان راځي، خو ښايي لس يا پنځلس سلنه توپير يې کړی وي، همدا اوس زما په هوټل کې له کابله راغلي ۸۰ کسان اوسيږي.»

د بلخ ولايت چارواکي که څه هم خلکو ته ډاډ ورکوي، خو تر یوه حده د هغوې انديښنې هم مني. د امنيه قومندانۍ ویاند عادل وايي، چې د چهارشنبې په ورځ يې دوه ځله د مزارشريف له ښاره ليدنې کړې ده: «که واقعيت ووايم سږکال په ټوله کې د خلکو حضور د تيرو کلونو په پرتله کم رنګه دی.»

ښاروال خلمي هم وايي چې د نوي امنيه قومندان د ټاکنې پر سر راولاړو شوو اختلافاتو پر دغه ښار خپلې اغيز پر ځای پريښی دي: «بې له شکه وروستۍ پيښې خپل تاثيرات لرلي او موږ له هغه سترګې نه شو پټولی، خو موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې د مزارشريف ښار امن دی او دوی کولای شي په ډاډه فضا کې د نوروز په ميله کې ګډون وکړي.»

د نوي لمريز کال لمړۍ ورځ چې په نوروز هم ياديږي د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د مختلفو دودونو او رواجونو سره لمانځل کيږي، خو تر ټولو مشهوره ميله يې د افغانستان په شمال مزارشريف ښار کې د «ګل سرخ» ميله ده. د دغې ميلې دوديز مراسم هر کال د ځانګړو امنيتي تدابيرو لاندې د مزارشريف ښار په زړه  روضه مبارکه کې د جنډې په پورته کولو سره پیلیږي.

م ک ص/ س ر

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب