د بلغاريه پوليسو په يوه يخچالي لارۍ کې ۱۵ مهاجر موندلي
۱۳۹۸ بهمن ۲۹, سهشنبهپوليسو دغه يخچالي لارۍ د رومانيا پر سرحدي پاټک د دوناو سيند ته څیرمه نيولې ده. د بلغاريه په پلازمينه صوفيه کې د کورنيو چارو وزير وويل چې د لارۍ دواړه يوناني چلونکي هم نيول شوي دي.
د لومړيو معلوماتو له مخې له نيول شويو مهاجرو څخه یې شپږ تنه د سوریې، پنځه د عراق او څلور د افغانستان دي. دغه يخچالي لارۍ چې د يونان څخه یې حرکت کړی وو غوښتل یې چې د بلغاريه په ويدن سيمه کې د دوناو پله له لارې رومانيا او بيا وروسته د هنگري پر لور خپل سفر ته ادامه ورکړي.
د بلغاريه پوليسو متوجې شوې ول چې د دې لارۍ يو ديوال له نوي موادو څخه جوړ دی او يوه کړکۍ هم لري. د لارې تر درول کيدو وروسته بيا ۱۵ مهاجر چې په لارۍ کې پټ شوي ول، وموندل شول.
بلغاريه د اروپايي ټولنې تر ټولو بې وزله هیواد دی او د مهاجرو د بحران په ترڅ کې په ترانزيتي هېوادونو کې شميرل کیږي. اوس یې د مهاجرو مرکزونه کابو خالي دي. د بلغاريه لومړی وزير بويکو بوريسوف تل له ترکیې سره د شريکې پولې د خوندي ساتلو په برخه کې د ښې همکارۍ ستاينه کوي.
bs/qp (dpa)
زموږ له آرشیف څخه: