پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: بلوچ یاغیان
په بلوچستان کې د څو لسیزو راهیسې له پاکستان څخه د جلا کیدو وسله وال تحریکونه جریان لري. پاکستان پر خپل پخواني رقیب هیواد هندوستان تور لګوي چې په بلوچستان کې د پاڅون کونکو ملاتړ کوي او هغوې لمسوي.
له ایران او افغانستان سره د سرحدي ایالت بلوچستان په غرونو او صحرایي سیمو کې د یوې اوږدې مودې راهیسې وسله وال مقاومت جریان لري چې کله یې شدت کم او کله هم زیاتیږي.
خو د بلوچانو د دغه دوامداره کوښښونو سربیره هم په نړیواله کچه دې موضوع ته لږه پاملرنه کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د جون په میاشت کې د پاکستان د اسهامو پر مارکیټ د بلوچ جنګیالیو برید په نړیواله کچه د خبرونو په سرټکو کې ځای ونیوه.
په پرله پسې ډول ورکیدنه
تیر کال د پاکستان پوځ یوه بیانیه خپره کړې وه چې په هغې کې د لادرکه شویو بلوچانو له کورنیو سره غمرازي ښودل شوې وه، خو ترڅنګ یې دا هم ویل شوي وو چې شاید ډیر شمیر لادرکه شوي بلوچان د شدت پسنده ډلو سره یوځای شوي وي او «لادرکه کسان دې د حکومت په حساب کې نه اچول کیږي.»
خو د پاکستان مدني ټولنه بیا وایي چې په داسې صورت کې هم باید د دغو کسانو دوسیې ثبت او وڅیړل شي، خو حقیقت دا دی د اغیزمنو شویو کسانو کورنۍ د پولیسو په مرکزونو (تهاڼو) کې سرګردانه ګرځي او څوک یې دوسیه هم نه اخلي.
د دې ترڅنګ د پریس کلب مخې ته د ناستو کسانو پر احتجاج هم څوک غوږ نه ګروي.
آژانسونه: ش.ن/ ن. ص
هغه هزاره ګان چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي، د ترهګرو د بریدونو له ویرې مجبوره دي ځانونه د لوړو دیوالونو تر شا پټ کړي. خو سربیره پر دې د دې اقلیت پورې اړوندې ټولنې خپل دود دستور او کلتور ساتلی دی.