امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې خپل تر ټولو لوی غیر اتومي بم وکاروه چې ورته د «ټولو بمونو د مور» نوم ورکړل شوی. د برید هدف د اسلامي دولت د تونلونو د یوې شبکې په نښه کول دي. په دې سیمه کې د دې ډلې مهمات هم له منځه تللي دي.
د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش، په یوې بیانیه کې ویلي دي: «په برید کې ډیری وژل شوی یاغیان له پاکستان، هندوستان، فلیپین او بګله دیش هیوادونو څخه وو.»
په دې برید کې د اسلامي دولت څلور کلیدي قوماندانان هم وژل شوي دي.
له څو ورځو راهیسې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او داعش جنګیالیو تر منځ جګړه روانه ده. ډیر شمیر ملکي اوسیدونکي اوس د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
انځور: DW/O.Deedarسیمه ییز اوسیدونکي وایي چې داعش یې ډیر شمیر کورونه سوځولي دي.
انځور: DW/O.Deedarډیر شمیر ځايي خلک د جګړې له ویرې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي.
انځور: DW/O.Deedarځايي اوسیدونکو دویچه ویله ته ویلي چې د داعش جنګیالي آن ښځې او ماشومان وژني.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibiتر دې مخکې په دې سیمه کې د داعش پر ځایي پاڅون هم شوی وو.
انځور: DW/O.Deedarاوسه په سیمه کې د دولتي ځواکونو او داعش تر منځ جګړه روانه ده.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibiحکومت وایي چې په جګړه کې یوازې شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي، خو ځایي اوسیدونکي بیا د ملکي تلفاتو شمیره ډیر لوړه ښيي.
انځور: DW/O.Deedarډیر شمیر ځایي اوسیدونکي خپل هر څه پریښي او له کوټ ولسوالۍ څخه تښتیدلي دي.
انځور: DW/O.Deedar