بند امیر ملي پارک د کورنیو د تفریح له پاره یو مشهور ځای دی. که څه هم طالبانو په پارکونو کې د ښځو پر حضور بندیز لګولی، خو بیا هم یو شمېر کورنۍ بند امیر ته د تفریح له پاره ځي. د باميانو ولايت د یکاولنګ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى چې د بند امیر په څو کلیومترۍ سیمه کې اوسېږي، وويل چې د طالبانو سرتېري په عمومي دروازه کې له هغو سیلانیانو چې له کورنۍ غړو سره يو ځاى وي، د نکاح خط غوښتنه کوي او هغه څوک چې دا سند ونه لري ورسره سخت چلند کېږي.
په دې اړه اړوند مطلب: بامیان په لوی اختر کې د ۲۵ زره سیلانیانو کوربه وو
یاده سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وویل چې طالبانو پر ځوانو جوړو او هغو کسانو چې اولاد نه لري، زيات فشار راوړي تر څو دا ثابته کړي، چې دوی مېړه او مېرمن دي. که دوی د ثبوت له پاره سند ونه لري، د دې ډلې د استخباراتو له خوا نیول کېږي او د تحقیق له پاره د بامیان مرکز ته رسول کېږي. د باميانو اوسېدونکى(په مستعار نوم) احمد ولي چې په دې وروستيو کې بند امير ته تللى، وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې کارکوونکي په بند امير کې ګزمې کوي او کورنيو، ښځو او نجونو ته د اسلامي حجاب اغوستلو توصیه کوي او د بي حجابۍ د پایلو په اړه ګواښ کوي.
په بند امیر کې د سیلانيانو موسم
بند امیر چې د افغانستان ملي پارک دی، په دې ورځو کې د ډیرو سیلانیانو کوربه دی. د نورو کلونو په پرتله سږکال د سیلانیانو شمیر ډیر زیات تر سترگو کیږي. (لیکوال او عکاس: محمد زمان احمدي) انځور: DW/Z. Ahmady د بامیان بند امیر د افغانستان مشهور او په زړه پورې طبیعي منظرې لري. دغه ښکلې سیمه د سیلانیانو له پاره ډیره په زړه پورې ده.
انځور: DW/Z. Ahmady د ځينو کسانو له پاره یوازې دا هم بسنه کوي چې د بند امیر د اوو بندونو د اوبو په نندارې سره خپل روح آرامه کړي او په ښارونو کې ورکه شوې رواني خوښي بیرته تر لاسه کړي.
انځور: DW/Z. Ahmady زیاتره سیلانیان د هیواد له دننه څخه د رخصتیو تیرولو له پاره بامیان، په ځانگړې توگه بند امیر ته سفر کوي.
انځور: DW/Z. Ahmady د طبیعت په لمن کې پناه اخیستل د ښارونو له هلې گولې څخه ستړې شوي یو شمیر خلک هڅه کوي چې د طبیعت لمنې ته په پناه وړلو سره لنډه موده روحي آرامښت ولري.
انځور: DW/Z. Ahmady نا امنۍ او د سیلانیانو کمیدل د فرهنگي چارو د کارپوهانو په وینا، بامیان ته د اوږدو لارو په ترڅ کې نا امنۍ د دې سبب شوي دي چې دغې سیمې د بهرنیو سیلانیانو شمیر کم شي. که چیرې د لارو امنیت ټینگ وای د سیلانیانو شمیر به څو وارې ډیر وو.
انځور: DW/Z. Ahmady په بند امیر کې ډیر سیلانیان په کوچنیو کښتیو کې چکر وهي. هغوی په ساعتونو ساعتونو د اوبو پر سر د خپلې خوښۍ شیبې تیروي.
انځور: DW/Z. Ahmady سیلانیان او په طبیعي حضو کې لمبا؟ د بند امیر په طبیعي حوضونو کې لامبل د سیلانیانو یوه بله سرگرمي ده. د بند امیر په شفا بخښونکي طبیعت باندې باور، د دغه بند په گرمو اوبو کې د لمبیدو یوه بله انگیزه ده.
انځور: DW/Z. Ahmady ښایي د بند امیر زیاترو سیلانیانو دغه زړه راښکونکي سیمي ته څو وارې سفر کړی وي، خو هیڅکله ورته د هغې جذابیت تکراري نه بریښي.
انځور: DW/Z. Ahmady له ښکلي طبیعت څخه خوند اخیستل د دغې سیمې په زرغونو برخو کې لوبو کولو دا امکان برابر کړی دی چې د بند امیر له فضا څخه لا ډیر خوند واخیستل شي.
انځور: DW/Z. Ahmady په بند امیر کې د سیلانیانو حضور، د لاسي صنایعو بازار هم گرم کړی دی. که څه هم لاسي صنایع په دې ورځو کې گران پلورل کیږي خو خپل رانیونکي لري. ډیر سیلانیان په دغه ځای کې لاسي صنایع د سفر د ډالۍ په توگه له ځانه سره وړي.
انځور: DW/Z. Ahmady
هغه زياته کړه، چې د دې ادارې کارکوونکي څو ځوانې جوړې د نکاح خط د نه لرلو په تور نيولي او د څېړنو له پاره يې د باميان مرکز ته انتقال کړي دي. د بامیان ولایت یاد اوسیدونکی زیاته کړه: «زه د دې شاهد وم چې طالبانو په امنیتي کمربند کې له یوې نجلۍ او یو ځوان هلک څخه نکاح خط وغوښت، ځوان هلک وویل چې د نکاه سند نه لري او دواړه ونیول شول. داسې اوازې وې چې دوی یې د بامیان مرکز ته وړي.»
احمد ولي زیاته کړه چې په بامیان کې شخصي او مدني ازادي تر پښو لاندې شوې او هره شیبه د طالب سرتېرو چلند او پلمې لټول حس کېږي. خلک کولی شي یوازې په بند امیر کې خواړه وخوري، په کښتۍ کې سپاره شي او عکسونه واخلي. په داسې حال کې چې په تیرو وختونو کې، خلکو لوبې او تفریح کولې او د خپلې خوښې وړ موسیقي یې اوریدله.
اړوند مطلب:بامیان: له نجونو پرته ژمنی سپورټي فیسټوال پای ته ورسید
د کابل یو اوسیدونکی چې په دې وروستیو کې بند امیر ته تللی وايي چې په پښتو ژبه یوازې د طالبانو د نعتونو او سندرو غږونه اورېدل کېږي چې د دې ډلې سرتېري یې اوري. دغه ملي پارک ته د سيلانيانو د شمېر په اړه مشخصې شمېرې نشته. په بامیان کې یوې سیمه ایزې سرچینې ویلي دي چې په دغه ولایت کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو په راتګ کې د پام وړ کمښت راغلی دی، خو د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه بند امیر ته په طالبانو پورې د تړلو کسانو شتون زیات شوی دی. یاده سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي وویل، طالبان د پخواني حکومت له موټرو او سپکو او درنو وسلو سره بند امير پارک ته ننوځي، موټرونه منع شویو سيمو ته وړي چې له دې سره ګډوډي رامنځته کېږي.
انځورونه: په بند امیر کې د ژمنيو لوبو فيستوال
د باميان ولايت د بند امير په ملي پارک کې د ژمنيو لوبو دريم فيستوال پرانيستل شو. دا فيستوال څلور ورځې ادامه لري. انځورونه يې دلته ليدلای سئ. انځور: DW/E. Akramy د ژمنيو لوبو د دريم فيستوال پرانيستل د باميان ولایت د بند امير په ملي پارک کې د سه شنبې په ورځ د ژمنيو لوبو دريم فيستوال پېل شو چې تر جمعې ورځې پوري به دوام ولري.
انځور: DW/E. Akramy د ورزشکارانو هڅول او د باميان د طبيعي سيمو معرفي کول مسئولين د دې فيستوال د ترسره کولو موخه سپورت ته وده ورکول، د وزشکارانو هڅول او د باميان د طبيعي ساحو معرفي کول بولي، څو کورني او بهرني سيالانيان دې سيمې ته مخه کړي.
انځور: DW/E. Akramy د نورو ولایتونو څخه د لوبغاړو گډون د افغانستان د ژمنيو لوبو د ټولنې رئيس اسدالله باتوري وايي چې په دې فيستوال کې د کابل، هرات، بلخ، کندهار او باميان ولایتونو څخه ورزشکارانو گډون کړی دی.
انځور: DW/E. Akramy د يخ نوردۍ د ټيم غړي د تمرين په حال کې په دې فيستوال کې د افغانستان د يخ او غره ختونکو د لومړۍ لوبډلې غړو هم گډون کړی دی.
انځور: DW/E. Akramy نجونې هم يخ نوردي زده کوي د «اسينت» د دفتر مشرې مرينا چې د يخ نوردۍ د ټیم ملاتړ کوي او هغوی ته روزنه ورکوي، وويل چې له درو کلونو راهيسې نجونې هم د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې په تمرين بوختې دي. دا نجونې به په راتلونکي کې نورې غره ختونکې ښځې و روزي.
انځور: DW/E. Akramy د بابا غر او هندوکش غرونه د کال په بېلا بېلو موسمونو کې د سيالانيانو له پاره ځانگړی ځای لري. سيلانيان په ژمي کې په واورو له پوښلو غرونو څخه خوند اخلي او ځيني یې پکې تمرينونه کوي.
انځور: DW/E. Akramy په دې فيستوال کې د سکي، سکيت بورد، هاکي، کرلينگ او يخ نوردۍ پروگرامونه شامل دي. وزرش کاران وايي چې باميان او بند امیر د ژمنيو لوبو له پاره تر ټولو ښه ځایونه دي او بايد استفاده ترې وشي.
انځور: DW/E. Akramy سکيت بورد د ژمي يوه لوبه ده. د دې لوبې فدراسيون درې کاله مخکې په افغانستان په فعاليت پېل کړی دی او تر اوسه یې يوازې هلکانو غړيتوب درلود. خو اوس په لومړي ځل د نجونې لوبډلي هم په فعاليت پيل کړی دی.
انځور: DW/E. Akramy بند امير اووه جهيلونه لري چې په ژمي کې په بشپړه توگه يخيږي او ورزش کوونکي کولی شي د دې طبيعي يخ پر سر تمرين وکړي. دغو يخونو بند امير ته يوه ځانگړې ښکلا ورکړې ده.
انځور: DW/E. Akramy بند امير د باميان د مرکز په ۷۵ کيلومترۍ کې پروت دی او په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د چاپيريال ساتنې ادارې او افغان حکومت له خوا د هېواد د لومړي ملي پارک په توگه نومول شو.
انځور: DW/E. Akramy د بند امير طبيعې زړه راښکونکې منظرې په دوبي کې بند امير د رڼو او شنو اوبو له کبله د کورنيو او بهرنيو سيالانيانو کوربه وي. په ژمي کې د بند اوبه کنگل کیږي چې دغه کنگلونه یې د ليدو وړ دي.
انځور: DW/A. Akramy
د بامیانو ولایت د پوهنتون استاد محمد رضا ابراهیمي وايي چې د دې ولایت د ترانسپورتي لارو امنیت د پخوا په پرتله ښه شوی، خو یوازې امنیت د ګرځندویانو له پاره کافي نه دی. هغه زياته کړه، که خلک او کورنۍ له خپلو غوښتنو سره سم په ازاده توګه تفريح ونه شي کړای او له فردي او مدني ازاديو څخه برخمن نه وي، د ګرځندویانو انګيزه به له منځه ولاړه شي.
زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی
د ګرځندویانو د رواني او ټولنیز امنیت نشتوالی، د سیاحتي خدمتونو نشتوالی او کلتوري محدودیتونو په دغه ولایت کې د ګرځندویانو صنعت زیانمن کړی دی. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ښځې په عمومي ډول تفریحي ځایونو او پارکونو ته له تګ څخه منع شوې دي. د واده سند په لرلو سره، جوړې کولی شي بند امیر ملي پارک ته له خپلو کورنیو سره یوځای ورشي. طالبانو د بند امیر پارک د ټکټ بیه ۲۰ سلنه لوړه کړې ده.