1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآسیا

د بنګله ديش پخوانۍ صدراعظمه د مرګ په سزا محکومه شوې

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز، ډي پي ای
۱۴۰۴ آبان ۲۶, دوشنبه

د بنګله ديش یوې محکمې د دغه هېواد له واکه ګوښه کړل شوې صدراعظمه شيخ حسينه د بشريت ضد جرمونو په تړاو محاکمې په ترڅ کې د مرګ په سزا محکومه کړې ده.

آرشيف انځور: شيخ حسينه د وينا په حال کې ليدل کيږي.
شيخ حسينه دمګړۍ په ګاونډي هېواد هند کې پناه اخيستې ده. انځور: Munir Uz Zaman/AFP/Getty Images

د بنګله ديش يوې درې کسیزې ځانګړې جنايي محکمې د دوشنبې په ماسپښين د حسينه پر وړاندې قضیې په اړه خپله پريکړه اعلان کړه. پريکړه د شيخ حسينه په غياب کې شوې ده چې د محکمې په حواله په تېښته ده.  

شيخ حسينه دمګړۍ په ګاونډي هېواد هند کې پناه اخيستې ده. نوموړې په دې وروستيو کې له څو رسنيو سره د مرکو په ترڅ کې ويلي ول چې دغه محاکمه يو طرفه ده او پريکړه یې لا تر مخه ترسره شوې ده.

اړونده موضوع: بنګله دیش: د شیخ حسینه غوښتنه او د احتمالي تاوتریخوالي اندېښنې

د محکمې له لوري تر دې اعلان وروسته د څو میاشتو راهېسې روانه محاکمه پای ته ورسېدله. نوموړې په ۲۰۲۴م کال کې د محصلينو په مشرتوب بغاوت ځپلو د حکم پر ورکړه مجرمه پيژندل شوې وه.

په پلازمينه ډهاکه کې د ځانګړې محکمې يوه قاضي وويل: «موږ [محکمه] هغې ته د يوې سزا د اورولو پريکړه کړې ده او هغه د مرګ سزا ده.»

پر شيخ حسينه کوم تورونه لګول شوي ول؟

د بنګله ديش پخوانۍ لومړۍ وزیره شيخ حسينه په بشريت ضد جرمونو تورنه وه.

محاکمې بايد په دې اړه پريکړه کړې وای چې آيا حسينه د ۲۰۲۴م کال په جولای او اګست میاشتو کې د نوموړې د استبدادي واکمنۍ پر ضد د محصلينو له خوا د بغاوت د ځپلو حکم شخصاً ورکړې وو او که څنګه. 

په دغو مظاهرو کې په سونو کسان هغه وخت ووژل شول چې امنيتي ځواکونو پر احتجاج کوونکو فیرونه وکړل. د وژل شويو کسانو کره شمیره معلومه نه ده.

د ملګرو ملتونو د پلټنو په حواله ښايي د دې ډله ایزو مظاهرو د ځپلو په ترڅ کې رامنځته شوي تاوتريخوالي تر ۱۴۰۰ ډېر کسان وژلي وي.

آیا دا د شیخ حسینه وروستۍ کاري دوره ده؟

13:06

This browser does not support the video element.

د هېواد د روغتيا وزارت يوه مشاور بيا دا شميرې ۸۰۰ ښوولې وې او ويلي یې وو چې په دې ترڅ کې ۱۴۰۰۰ کسان ټپيان شوي هم ول.

څارنوالانو د وژنو په مخنيوي کې د پاتې راتلو په ګډون چې د بنګله ديش د قانون پر اساس بشريت ضد جرم تصور کيږي، د شيخ حسينه پر ضد پنځه تورونه درج کړي ول.

شيخ حسينه له ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱ م کال پورې او بيا له ۲۰۰۹م څخه تر ۲۰۲۴م کال د بنګله ديش صدراعظمه وه.

دوو نورو کسانو ته سزاوې ورکړل شوي

په دې قضيه کې د شيخ حسينه ترڅنګ دوه نور کسان هم تورن ول. له دوی څخه یې يو د کورنيو چارو پخوانی وزیر اسدالزمان خان کمال او بل د هېواد د پوليسو پخوانی مشر چوهدري عبدالله المامون وو.

له دوی څخه یې يوازې المامون په محکمه کې حاضر وو او پر ده لګول شوي تورونه یې منلي دي او د پنځوو کلونو بند په سزا محکوم شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو پخواني وزیر اسدالزمان خان کمال ته هم د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب