د بن قونسلګرۍ مشرتابه او کارکوونکو استعفی ورکړې
۱۴۰۴ مهر ۷, دوشنبه
د آلمان په بن ښار کې د افغانستان د جنرل قونسلګرۍ سرپرست، حامد ننګیالی کبیري، نن دوشنبه د (د سپتمبر ۲۹مه) د یوې ويډيويي اعلاميې په خپرولو د دغې قونسلګرۍ د رهبرۍ او کارکونکو د استعفاو اعلان وکړ.
د قونسلګرۍ سرپرست په ډلیزه توګه د استعفاو دلیل، د کوربه هېواد له له لوري دغې قونسلګرۍ ته د طالبانو د استازو منل وښود.
هغه زیاته کړې ده: «دغه اقدام د طالبانو ډلې نه مشروعیت ته په کتو او د هغوی له خوا په پراخه کچه د افغانستان د خلکو د حقونو نقض له کبله د منلو وړ نه دی چې د اتباعو امنیت او حساس معلومات په خطر کې اچوي.»
د آلمان حکومت په جولای میاشت کې اعلان وکړ چې په آلمان کې د مجرمو افغان مهاجرو د اخراج پروسه کې د سهولت راوستلو په خاطر ېې په قونسلي چارو کې د طالبانو دوه استولي استازي منلي دي.
کبیري ويلي دي چې د قونسلګرۍ ټول اسناد، تجهیزات، وسایط او شتمنۍ به د آلمان د بهرنیو چارو وزات ته وسپاري تر څو په امانت توګه وساتل شي.
په اروپا کې د افغانستان د پاسپورټ د چاپ یوازینی مرکز
په بن ښار کې د افغانستان قونسلګري د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال د اروپا په سطحه د افغانستان د پاسپورت د چاپ یوازينی مرکز و چې له همدې کبله له ځانګړي اهمیته برخمنه ده.
د طالبانو ادارې د ۲۰۲۴م کال په جولای کې اعلان وکړ چې په اروپا کې د افغانستان د هغو ديپلوماتيکو استازوليو چې له دوی سره ارتباط نه لري، صادر شوي اسناد په رسميت نه پیژني.
په تعقیب ېې طالبانو د ۲۰۲۴م کال په اګست کې اعلان وکړ چې د آلمان په مونشن ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ له خوا صادر شوي اسناد مني. طالبانو د دې په ادامه اعلان وکړ چې په برلین کې د آلمان د سفارت له خوا صادر شوي اسناد هم مني.
د آلمان حکومت هم په برلین کې د افغانستان د سفارت او په مونشن کې د افغانستان د قونسلګرۍ له خوا صادر شوي اسناد مني.
وروسته له هغې چې د آلمان حکومت اعلان وکړ چې په قونسلي چارو کې ېې د طالبانو دوه معرفي شوي استازي منلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې تر څلور کلن ځنډ وروسته به په بن ښار کې د پاسپورټونو د ویش لړۍ بېرته پیل شي.