د بن لادن د کورنۍ غړي په پاکستان کي محاکمه کیږي
۱۳۹۰ اسفند ۱۹, جمعهاعلان
په پاکستان کی د اسامه بن لادن تر وژل کېدو لس میاشتي وروسته د ده د درو میرمنو او څو اولادونو پر ضد محکمه پیل سوې ده. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک، د پنجشنبې په ورځ وویل چې پر دوی باندي پاکستان ته د غیر قانوني راتلو تور لگولوشوی دئ.
د بن لادن درې میرمني او اولادونه د ۲۰۱۱ کال په مي کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کي په پاکستان کې ونیول سول.