د امریکا ځانګړو ځواکونو لس کاله دمخه د القاعدې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه. خو لس کاله وروسته هم دغه ترهګره شبکه لا فعاله ده. له افغانستان څخه د ځواکونو وتل ښایي دغې ډلې ته بیا فرصت برابر کړي.
اعلان
د القاعدې د ترهګرې شبکې مشر اسامه بن لادن تر وژل کیدو لس کاله وروسته هم د ترهګرۍ د چارو کارپوه ګیدو شتاینبرګ، د دغه ډلې د بیا راپورته کیدو څخه خبرداری ورکوي. په برلین کې د علم او سیاست له بنسټ څخه دغه کارپوه د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به دا سخته وي چې هلته د افراطیانو پر وړاندې مبارزه وشي. دغه کارپوه زیاتوي چې پر دې سربیره له القاعدې سره د خپل اتحاد ختمولو له پاره وسله وال طالبان کوم دلیل نه لري. هغه په افغانستان کې د طالبانو د پرمختګ احتمال هم نه ردوي چې په خبره یې «ښایي په نړیواله کچه د جهادیانو د بیا راویښدو له پاره یو غږ وي.»
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ یوې ځانګړې قطعې د ۲۰۱۱م کال د فبرورۍ میاشتې په دوهمه نېټه د پاکستان په ایبټ آباد کې بن لادن وواژه. هغه په نړیواله کچه تر ټولو مطلوب ترهګر وو. هغه پر نورو سربیره د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر په یوولسمه نیټه په نیویارک کې د شوو بریدونو اصلي طراح بلل کیده او وسله والو یې هغه د یوه کاریزماتیک مشر په توګه یادوه.
د علم او سیاست له بنسټ څخه شتاینبرګ وایي چې د بن لادن مړینه «د اسلامپالې ترهګرۍ په تاریخ کې د اوښتون يو ټکی وو.» د هغه په خبره د بن لادن مرګ د القاعدې د زوال سبب شو او د هغه ځای ناستی ایمن الظواهري پر جهادیانو او په تیره بیا د هغوی پر ځوان نسل ډیر کم اغیز درلود. پر دې سربیره داسې ګونګوسي هم شته چې ایمن الظواهري نور ژوندی نه دی او همداشان په تیرو کلونو کې د القاعدې شبکې یو شمیر مهم کسان هم ووژل شول.
شتاینبرګ روښانه کوي چې نن سبا زیاتو ځوانو تندلارو خپل لوری ورک کړی دی او که چیرې طالبان په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته احتمالا برلاسي شي او له لږې «ځیرکتیا» کار واخلي ښایي د دې جوګه اوسي چې د ټولې نړۍ تندلاري افغانستان ته ورمات کړي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، د اپریل میاشتي په نیمایي کې اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونه د کابو شل کلن نړیوال ماموریت وروسته بیرته خپل هیواد ته راستنوي. د پلان له مخې هغوی باید د سږني کال د سپتمبر تر یوولسمې نیټې له افغانستان څخه ووځي. آلمان غواړي چې په افغانستان کې مستقر خپل ۱۱۰۰ عسکر د اګست میاشتې تر نیمایي پورې بېرته آلمان ته راستانه کړي.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰م کال د می میاشتې په یوه رپوټ کې راغلي وو چې د القاعدې مشرتابه اوس هم په افغانستان کې حضور لري او دغه ترهګره شبکه د افغانستان له ۳۴ څخه په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت لري.
د آلمان خبري آژانس په خپل تحلیلي رپوټ کې لیکلي دي چې معلومات ښيې چې القاعده په افغانستان کې غلې وه او په پټه غښتلې کیده. همداشان طالبان او القاعده لا هم یو بل ته نزدې دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۰م کال کې د امریکا متحده ایالاتو سره شوی تړون طالبان دې ته اړ باسي چې له القاعدې سره خپلې اړیکې وشلوي.
د شتاینبرګ به خبره که څه هم د جهادیانو نړیواله کړۍ نن سبا ډیره تیت او پرک ده خو مهمه دا ده چې د هغوی سیمه ایزو څانګو ته نظر واچول شي. هغه د بیلګې په ډول سوریې ته اشاره کوي چې هلته القاعده تر ۱۲۰۰۰ جنګیالي بسیج کولی شي. د نوموړي کارپوه په خبره د دغې ترهګرې ډلې څانګې په یمن، لیبیا، سومالیا او همداشان په لویدیځه افریقا کې هم فعاله دي.
د امریکا متحده ایالاتو په مشرتوب ائتلاف چې د آلمان په شمول تر۵۰ زیات هیوادونه پکښې ګډون لري د ۲۰۱۴م کال په وروستیو کې د داعش پر ضد هوایي عملیات پیل کړل. د داعش ضد ائتلاف دغه ډله سخته وځپله. متحده ایالات په سوریه کې تر۱۰۰۰ زیات ځانګړي ځواکونه لري، چې د سوریې د دیموکراتیک ځواکونو ملاتړ کوي.
انځور: picture alliance/AP Photo/A.Brandon
پاڅون کوونکي
د سوریې آزادي بخښونکی پوځ د بشارالاسد رژیم پر ضد د احتجاجونو څخه راپورته شو. خو دغه احتجاجونه بیا وروسته په تاوتریخوالي واوښتل. د نورو غیر جهادي ډلو تر څنګ دغه ډلې هم د بشارالاسد له واکه ګوښه کیدل او د دیموکراتیکو ټاکنو غوښتنه کوله. د څو ضربو وروسته د دغې ډلې زیات شمیر غړي له افراطي یاغي ډلو سره یو ځای شول. دغه ډلې د امریکا او ترکیې ملاتړ لاره، خو اوس یې تر ډیره کچه خپل قوت له لاسه ورکړی.
انځور: Reuters
مقاومت کوونکي
د کردانو او افراطي اسلامپالو ترمنځ جګړه د دوی ترمنځ پر خپله شخړه اوښتې ده. د داعش پر ضد د متحده ایالاتو په مشرۍ ائتلاف د سوریې د دیموکراتیک ځواک چې د کردانو او عربي ملیشو څخه جوړ دی ملاتړ کوي. کردي ولسي واحدونه د دغه دیموکراتیک ځواک اصلي جز دی. کردان د بشارالاسد سره ضمني تفاهم لري.
انځور: Getty Images/A. Sik
نوي جهادیان
داعش له سیمه ایزې ګډوډۍ څخه په ګټې سره په ۲۰۱۴م کال کې په سوریه او عراق کې ډیري سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې. د خپل «اسلامي خلافت» د رامنځ ته کولو په هڅه کې داعش د پخپل افراطيت او ظلم له کبله ډیر بدنامه شو. د دغې یاغي ډلې پر ضد د متحده ایالاتو او روسیې جلا جلا پوځي عملیاتو دغه ډله بیخي د سقوط په درشل درولي ده.
انځور: picture alliance/AP Photo
پخواني جهادیان
داعش یوازینۍ ترهګره ډله نه ده چې سوریه یې ویجاړه کړه. یو شمیر نورې یاغي ډلي هم په دغه کړکیچ کې په جګړه بوختې دي چې د جګړې د بیلا بیلو ډلو او اسد پر ضد جنګیږي. یوه جهادي ډله د حیات التحریر الشام، په نوم ده چې د ادلب ولایت ډیره برخه یې تر کنترول لاندې ده او له القاعدې سره اړیکي لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Nusra Front on Twitter
د ایران نقش؟
ایران د سوریې ملاتړی دی چې له لسیزو راهیسې یې یوازینی عربي متحد دی. کله چې په ۲۰۱۱م کال کې دغه کړکیچ پیل شو نو ایران د خپل ملاتړي د دفاع هڅه پېل کړه او تهران له دمشق سره د ستراتیژیک ملاتړ په ترڅ کې د پوځي روزنې او ځمکني ځواکونو په برخه کې مرسته وکړه. د ایران له ملاتړ څخه برخمنه لبنانې شیعه یاغي ډله حزب الله، هم د اسد د رژیم ملاتړې ده او په دغه هیواد کې د ایراني ځواکونو او نیمه ملیشو تر څنګ جنګیږي.