1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بهزاد میناتورۍ هنر د ناملموسو ميراثونو په نوملړ کې ثبت سو

حسین سیرت | ژباړونکې گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ آذر ۱۹, چهارشنبه

د کمال الدین بهزاد د میناتورۍ سبک، د افغانستان په نوم د یونسکو د ناملموسو کلتوري میراثونو په نوملړ کې درج سو. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له دغه تصمیم څخه هرکلی کړی دی.

په هرات کې د کمال الدین بهزاد د میناتورۍ د سبک یو اثر
د کمال الدین بهزاد د میناتورۍ سبک، د افغانستان په نوم د یونسکو د ناملموسو کلتوري میراثونو په نوملړ کې درج سو.انځور: UNESCO

د ملگرو ملتو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د بشریت د نه لمس کيدونکو کلتوري میراثونو نوی فهرست اعلان کړ چې له افغانستان څخه د کمال الدین بهزاد د میناتورۍ هنرهم پکښي شامل دی.

دغه تصميم د یونسکو د ناملموسو میراثونو د کمیټې په شلمه غونډه کې چې د سه شنبې په ورځ جوړه سوه، نیول سوی دی.

یونسکو د میناتورۍ ددغه هنر په توضیح کې لیکلي دي چې د میناتورۍ دغه سبک د هرات، غور، کندهار،بلخ او کابل په ولایتونو کې رواج لري.

یونسکو په دې اړه ویلي دي: "د میناتورۍ هنر له تاریخ او ادبیاتو څخه د صحنو د انځورولو یوه دقیقه او سمبولیکه بڼه ده. د هغې اصلي دنده له ټولنو سره د کلتور، تاریخ او ادبیاتو د عناصرو آشنا کول دي چې د هغوی د گډ تیر وخت پوهه او بصیرت انځوروي."

د یونسکو په ویبپاڼه کې توضیحات ورکړل سوي دي چې د میناتورۍ په دغه دود کې د دقیقو، رنگارنگو او پیچلو څېرو او صحنو نقاشي ده چې ټولنیزې کیسې، اقتصادي موضوعگانې او سیمه ایزې افسانې بیانوي.

 د کیسو ویلو او مفاهیمو د رسولو د یوې وسیلې په توگه دغه هنر، نه یوازې په انځورونو کې لیدل کیږي، بلکې  په معماریو لکه منارونو او تاریخي اثاروکې هم منعکس کیږي.

د حامد کرزي له خوا یې هرکلی

په فرانسه کې د افغانستان سفیر او په یونسکو کې د افغانستان دایمي استازي، همایون عزیزی چې له پخواني حکومت راهیسې دغه دنده پر غاړه لري، د ټولنیزو رسنیو په ايکس شبکه کې لیکلي دي چې یونسکو ته یې د بهزاد د میناتورۍ د هنر د مکتب دغه ماموریت ورمعرفي کړی دی او په دغه فهرست کې د هغه شاملیدل" د افغانستان له پاره  له ویاړه ډکه شیبه ده."

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي په یونسکو کې د بهزاد د میناتورۍ د هنر له ثبت کیدو څخه هرکلی وکړ او هغه یې "د افغانستان د خلکو له پاره د ویاړ ځای وباله."

د حامد کرزي په وینا کې چې په ایکس کې خپره سوې ده، راغلي دي: "کمال الدین بهزاد زموږ د گران هیواد د کلتور او هنر په برخه کې یو له مخکښانو څخه و او په نړۍ کې د میناتورۍ د هنرونو یو له مشهورو شخصیتونو څخه و، او هغه د افغانستان د کلتوري موقعیت په تقویت کې مهم نقش درلود."

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل