د بورکینا فاسو ولسمشر د استعفأ ورکول رد کړي
۱۳۹۳ آبان ۹, جمعهکه څه هم د بورکینا فاسو ولسمشر بلایس کومپاوري، ويلي دي چې په سمدستي توگه په له خپلې دندې څخه استعفأ ونه کړي، خو د اپوزیسیون مشر بیا ویلي دي چې دا موضوع د مذاکرې وړ نه ده.
د اپوزیسیون مشر بینیویندا سنکارا، ویلي دي: «کومپاوري بیا پر خلکو باندې د چل کولو په حال کې ده. موږ له ډیر وخت راهیسې د هغه د استعفأ غوښتونکي یو.»
کومپاوري د پنجشنبې په ورځ په یوه پرانیستي لیک ویلي وو چې په بیړنۍ توگه به خپلې دندې څخه استعفأ و نه کړي. خو هغه دا خبره تایید کړه چې په اساسي قانون کې بدلون راستلو هغه پلانونه اوس شا ته لویدلي چې له مخې یې دغه ولسمشر کولای شيو چې د پنځمې دورې له پاره هم په واک کې پاتې شي. کومپاوري په یوې تلویزني وینا کې ویلي دي: «زما په اړه، زه د یوې انتقالي دورې په اړه خبرو اتو ته چمتو یم چې په پای کې به یې زه واک وسپارم.»
په دې افریقايي هیواد کې له سه شنبې ورځې راهیسې د ولسمشر د هغې پریکړې پر ضد مظاهرې روانې دي چې هغه غواړي په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو له لارې خپل ځان د پنځمې دورې له پاره هم کاندید کړي. د مظاهره کوونکو په ډله کې ډیر شمیر ځوانان هم شامل دي. د دغه افریقایي هیواد ۶۰ سلنه اوسیدونکي له ۲۵ کلونو څخه لږ عمر لري.
د پنجشنبې په ورځ د بورکینا فاسو پر پارلمان باندې هم د مظاهره کوونکو له خوا برید وشو. د پارلمان له ودانۍ څخه دود اچتیده. مظاهره کوونکو د پارلمان پر دفترونو باندې برید وکړ او په هغوی کې پراته اسنادو او توکو ته یې اور ورته کړ.
تر اوسه پورې په دغو مظاهرو کې د ۳۰ کسانو د وژل کیدو خبره شوې ده. همداراز ویل شوي دي چې په مظاهرو کې ۱۰۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.