د بوستن د پيښي پلټني رواني دي
۱۳۹۲ فروردین ۲۷, سهشنبهپه رسمي ډول په سپينه ماڼۍ کي د دغه چاودنو په اړه نه دي ويل سوي چي دا يو تروريستي عمل وو. خو يوه وياند څرگنده کړې ده چي «هر هغه پيښه چي د چاودېدونکو موادو له خوا رامنځ ته کيږي هغه يو تروريستي عمل دئ.»
د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۱۵) تر غرمې وروسته درې تنه هغه مهال ووژل سول او تر سلو زيات ټپیان سول چي په سنتي «ماراتون» يا ډله ييزه ځغاسته کي يو په بل پسې دوې چاودني رامنځ ته سوې. په وژل سوو کسانو کي يو اته کلن هلک هم شامل دئ.
دا په امریکا متحده ايالاتو کي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ تر پيښو وروسته لومړۍ چاودني دي چي انسانان پکښې وژل کيږي.
په دغه ډله ييزه ځغاسته کي چي له ۱۸۹۷ کال راهيسي هر کال په امریکا کي ترسره کیږي تقريباًً ۲۰۰۰۰ تنه په ځغاسته کي گډون کوي او په زرونو نور ئې نندارې ته راټوليږي.
لومړۍ چاودنه هغه مهال رامنځ ته سوه چي د ځغاستي اماتورانو د ځغاستي واټن وهلی وو او د پای کرښي يا هغه ځای ته چي ځغاسته ختميږي رارسېدلي ول. تر لومړۍ چاودني ۱۵ ثانيې وروسته دوهمه چاودنه هم رامنځ ته سوه.
له چاودني سره سم د ماراتون گډون کوونکو او ننداره کوونکو ځانونه پر مځکه واچول او د ډيری ټپي سوو خلکو پښې تداوي سوي دي. د ډاکټرانو په خبره د ټپيانو له پښو او بدن څخه چرې را ايستل سوي دي. داسي ښکاري لکه له چره يي بمونو څخه چي کار اخيستل سوی وو. د ډيرو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل سوی دئ.
د اوباما لومړی غبرگون
د امریکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما په سپينه ماڼۍ کي د ژورناليستانو سره په خبرو کي وويل: «موږ به دا پيدا کړو، چي دا کار چا کړی دئ.»
د اوباما په خبره حکومت تر اوسه پوري د دغه چاودنو د څرنگوالي په اړه څه نسي ويلای. خو هغه د پيښي په اړه په خپلو لومړيو څرگندونو کي وويل چي سړی دا پيدا کولای سي چي د دغو چاودنو مسئولين څوک ول.
بارک اوباما دغه راز خپلي ادارې ته لارښوونه وکړه، چي د امریکا متحده ايالاتو په هر هغه سيمه کي چي ورته اړتيا ده د امنيت د لا ټينگولو اقدام وکړي.
اوباما وويل: «موږ به دا پيدا کړو چي دا کار چا کړی دئ او ولي ئې کړی دئ.»
اوباما زياته کړه«هر مسئول کس او هره مسئوله ډله به د قضا له خوا له سختي سزا سره مخامخ سي.»
د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما و نه ويل چي دا يو ترهگر عمل وو. هغه په سپينه ماڼۍ کي خبريالانو ته وويل. «موږ تر اوسه پوري ټول جوابونه نه لرو. موږ تر اوسه لا نه پوهيږو چي دا کار چا کړی دئ او ولي ئې کړی دئ.»
خو د سپيني ماڼۍ يوه چارواکي ويلي دي، چي د بوستن پيښي يو تروريستي عمل گڼل کيږي.