د بوستون د برید دویم شکمن کس ونیول شو
۱۳۹۲ فروردین ۳۱, شنبهامریکایي پولیسو دغه ۱۹ کلن شکمن د جمعې په ماښام ناوخته ونیوه. پر هغه او د هغه پر وژل شوي ورور باندې یې تور لګول کیږي چې د تیرې دوشنبې په ورځ یې د بوستون د ډله ییزې ځغاستې پر مهال دوه بمونه وچول چې له کبله یې درې کسان ووژل شول او له ۱۸۰ تنو څخه ډیر نور ټپان شول. د نیول شوي شکمن وګړي ورور تر دې مخکې د پنجشنبې په شپه ناوخته له پولیسو سره په وسله والو نښته کې وژل شوی وو.
امریکایي پولیس تر هغه وروسته د دغه وګړي په نیولو وتوانېدل چې د جمعې په ماښام ناوخته یوې ښځې پولیسو ته زنګ وواهه او ورته یې وویل چې هغې یو شکمن کس د خپل کور په انګړ کې په یوې ولاړې وړې کښتۍ کې د پټیدو په حال کې لیدلی دی. تر دې مخکې د بوستون او مسې چوستس ایالات چارواکو د «واټر تاون» سیمې له اوسیدونکو څخه غوښتي وو چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او یوازې د پولیسو پر مخ خپلې دروازې پرانیزي.
پولیسو ته د ښځې له خوا د معلوماتو تر رسیدو وروسته هغوی هغه کور محاصر کړ چې شکمن کس یې په حویلۍ کې پټ شوی وو. تر یو څو ډزو وروسته پولیس د دې وګړي په نیولو بريالي شول او هغه یې یوه روغتون ته ولېږداوه. ویل کیږي چې د دغه کس روغتیايي حالت ډیر حساس دی.
د بوستون پولیسو د دې وګړي د نیول کیدو خبر د تویتر ټولنیزې پاڼې له لارې اعلان کړ. تر هغه وروسته د جمعې په شپه د امریکا متحده ایالاتو په سیمه ییز وخت ۹:۳۰ یو خبري کنفرانس هم دایر شو چې په کې د دې وګړي د نیولو خبر په رسمي ډول اعلان شو. په دې خبري کنفرانس کې د مسي چوستس ایالت چارواکو له هغو زرهاوو امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه چې د دې وګړې د نیولو په عملیاتو کې يې ونډه درلودله.
ولسمشر بارک اوباما هم د دغه شکمن وګړي تر نیول کېدو وروسته په یوه خبري کنفراس کې څرګند شو، هغه هم له ټولو امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه او و یې ویل چې د نیول شوي وګړي په هکله ډیرې پوښتنې موجودې دي چې ولې هغه په دغه شان برید لاس پورې کړی وو.