د بيان د آزادۍ له پاره يو خونړۍ کال
۱۳۹۱ آذر ۲۹, چهارشنبهاعلان
د بې سرحده خبريالانو د ټولني په کلني راپور کي راغلي دي چي په۲۰۱۲کال کښي په ټوله نړۍ کښي ۸۸ تنه ژورنالستان د کار پرمهال وژل سوي دي. په برلين کي د دغه ټولني د رپوټ پر اساس د انترنیټ لیکوالان او د بشر د حقوقو فعالان هم تر پخوا ډير له خطر سره مخامخ سوي دي. په ۲۰۱۲ م کال کښي د دغي ډلي څخه ۴۷ کسان وژل سوي دي، په داسي حال کښي چي یو کال دمخه لا ۵ کسان وه. لکه څرنګه چي د بې سرحده خبريالانو د سازمان مشر میشائيل ریډسکه وویل اکثره دغه قربانیان په سوریه کښي وه. د هغه په خبره ښځي او نارینه خبريالان، عکاسان او یا فلم اخیستونکي د جنګ د جریان د صحنو اخیستلو پر مهال وژل سوي دي. د رپوټ پر اساس د سوریې تر څنګ د ژورنالستانو له پاره سومالیا، پاکستان، مکسیکو او برازیل هم خطرناکه ول.