1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياامریکا متحده ایالات

د بيزو تڼاکي: امریکا بېړنی حالت اعلان کړی

۱۴۰۱ مرداد ۱۴, جمعه

د امریکا حکومت دغه اقدام به له دې ناروغۍ سره د مبارزې په موخه د نورو فدرالي بودجو او اقداماتو له پاره لار هواره کړي. د روغتیا نړیوال سازمان وړاندې هم ورته اعلان کړی وو او اوس د امريکا روغتیايي ادارې بیړنی حالت اعلان کړی.

USA Affenpocken
انځور: Dado Ruvic/REUTERS

د امریکا د روغتيا او بشري خدماتو وزير خاوېر بېسرا اعلان کړي چې حکومت په پراخ ‌ډول د بیزو تڼاکي له خپريدلو څخه خبر ورکوي او په وړاندي يې د ځانگړي پاملرني غوښتنه وکړه. هغه وویل: »له هر امریکايي څخه هیله کوو چې د بیزو تڼاکه جدي وګڼي او زموږ سره د دې ویروس په اړه د مرستې مسئولیت هم پر غاړه واخلي

 

د اضطراري حالت اعلان له دې ناروغۍ سره د مبارزي له پاره اضافي اقدامات وړاندې کوي، په داسې حال کې چې د لا زياتي بودجي له پاره بندوبست په پام کي دی.

امریکا دا په کورني ډول وروسته له هغه اعلان کړه چې د روغتیا نړیوال سازمان د لومړي ځل له پاره د بیزو تڼاکي په هکله بیړنی اعلان وکړ.

د امریکا د کلیفورنیا ایالت، ایلینوی او نیویارک لا دمخه د بیزو تڼاکي له کبله په خپلو ایالتونو کې د عامې بيړنی حالت اعلان کړی وو.

 

په امریکا کې د بیزو تڼاکي ناروغۍ له امله تر اوسه څه د باندې شپږ زره کسان اغیزمن شوي دي. د امریکا په کانګرس کې واکمن دیموکراتان د ولسمشر جو بایدن پر اداره انتقاد کوي چې د دې ناروغۍ د کنټرول له پاره يې چټک ګامونه نه دي پورته کړي.

امریکا تر اوسه شاوخوا ۶ لکه واکسینونه ویشلي دي. په هر صورت، دغه  ویروس ۱،۶ میلیونه کسانو په شاوخوا کې د اخته کولو له خطر سره مخ کړي دي او دې شمېر ته په کتلو سره د واکسینونو شمېر ډېر کم دی.

انځور: Marcio Jose Sanchez/AP Photo/picture alliance

د بیزو تڼاکي عامې نخښې د سر درد، تبه او ساړه کيدل شامل دي. په امریکا کې ډېري پیښې په هغو نارینه وو کې موندل شوي چې د نورو نارینه وو سره جنسي اړیکې لري.

که څه هم په دي ويروس د اخته شویو کسانو مړینه نادره ده، خو د هند په ګډون په یو شمیر هیوادونو کې د قربانیانو د مړینې خبرونه شته.

دا ناروغي د نږدې فزیکی اړیکو له لاري انتقالیږي. تر اوسه ډېر هغه نارینه چې همجنس بازان دي په دې ناروغۍ اخته شوي دي. روغتیايي کارپوهانو ټینګار کړی دی چې دغه ناروغي په دې ويروس له اخته کس سره د تماس او د دوو کسانو د پوست له ډير تماس څخه يو بل ککړولای سي او همدغه شان د بستر شریکولو له لاري هم انتقاليږي.

د بيزو تڼاکي د ناروغۍ نخښي د نورو ترڅنګ، تبه او د عضلاتو درد دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب