د ''بي بي سي'' مشر له خپلې دندې استعفی کړې
۱۳۹۱ آبان ۲۱, یکشنبهد بي بي سي، عمومي مشر جارج اینتوسل له خپلې دندې استعفی کړې ده. هغه پر دغه څوکې کابو دوه میاشتې کار وکړ. د هغې د استعفی لامل د «نیوزنایټ» په نوم د یوې څیړنیزي خپرونې په ترڅ کې د هغه راپور نشرول دي چې د محافظه کارانو د گوند د مالیې پخوانی وزیر میک الپاین په کې په غلطې سره له ماشومانو څخه د ناوړه استفادې په تور تورن شوی وو.
اینتوسل د خپلې استعفې په اړه ویلي دي چې د عمومي مشر په توگه د بي بي سي د ټولو راپورونو د محتوی مسئولیت پر غاړه لري. BBC پر دې سربیره د دغې ادارې د یوه پخواني کارمند جیمي ساویل له لوري چې د جنسي تورونو په تورن دی له نیوکو سره مخامخ ده. جیمي ساویل چې اوس مړ دی د "Top of the Pops" د یوې خپرونې چلوونکی وو او له ماشومانو څخه د جنسې استفادې په سلونو تورونه پرې پورې شوي دي. د نیوز نایټ په نوم په خپرونه کې په دې اړه یو راپور هم نشر ته نه وو سپارل شوی.