1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

د بګرام پر هوايي ‌اډې باندې پنځه توغندي ويشتل شوي

۱۳۹۹ آذر ۲۹, شنبه

د بګرام پر اډې باندې د پنځو توغنديو ويشتلو کومه مرګ ژوبله نه ده اړولې. دغه خبره د ناټو او د پروان ولايتي چارواکو کړې ده. د پروان ځايي چارواکو هم د یادې پیښې پخلی کړی دی او چا یې تر اوسه مسوولیت منلی نه دی.

Afghanistan NATO Operation Resolute Support
انځور: picture-alliance/ZumaPress

د پروان د ولایت مقام ویاندې وحيدې شهکار په خبره دغه توغندي د بګرام په هوايي اډه کې دننه لګېدلي دي. میرمن شهکار دا هم ويلي چې ۱۲ توغندي په يوه موټر کې ځای پر ځای شوي ول چې پنځه ورڅخه پر اډې توغول شوي دي.‌

پوليسو د هغې په خبره اووه نور توغندي شنډ کړي دي. شهکار د متحده آيالاتو په دغه اډه کې د اوښتې مرګ ژوبلې او خرابيو په هکله جزئيات په اختيار کې نه لرل، خو د هغې په خبره د سيمې عامو خلکو ته تلفات نه دي اوښتي.

د ناټو يوه چارواکي دغه بريد تائيد کړی او ويلي يې دي چې د لومړنيو راپورونو په حواله داسې ښکاري چې دغې هوايي اډې ته زيان نه دی اوښتی. تر اوسه هيچا د دغه بريد پړه نه ده منلې. په اپريل مياشت کې د اسلامي دولت ډلې د بګرام په يادې اډې باندې د پنځو راکټي بريدونو د تر سره کولو ادعا کړې وه چې تلفات يې نه لرل.