«د بگرام زندان له هوگړه ليکه سرغړونه کيږي»
۱۳۹۱ آبان ۲۹, دوشنبهد افغانستان د جمهوري رياست دفتر له خوا په خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي، چي د يکشنبې د ورځي په ماښام (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۱۸) په ارگ کي يوه غونډه جوړه سوه، چي پکښې دولتي چارواکو افغان حکومت ته د بگرام د نظامي زندان د سپارلو پروسې په اړه معلومات وړاندي کړل.
په دغه وينا پاڼه کي راغلي دي، چي «حتي هغه بنديان چي د محکمې له خوا برائت ورکړل سوی دئ نه دي ازاد سوي او سربيره پر هغه نور بنديان چي د دغه موافقتنامې خلاف کار دئ د امريکايي ځواکونو له خوا زنداني سوي دي.»
د دغي بيانيې پر اساس، ولسمشر حامد کرزي د امريکايانو دغه اقدام د هغي موافقتنامې څخه سرغړونه بللې ده، چي د روان کال د مارچ په مياشت کي د دواړو خواوو تر منځ لاسليک سوې ده. د دغه سند له مخي د بگرام د پوځي زندان رهبري بايد په شپږ مياشتو کي افغانانو ته ورکړل سوي.
افغان چارواکو افغانانو ته د بگرام زندان سپارل «د دغه هيواد د ملي حاکميت د په رسميت پيژندلو» پر لور یو مهم گام بللی دئ. کرزي ويلي ول، چي په دې لاره کي څنډ د افغانستان ملي حاکميت ته نه احترام بلل کيږي.
خو امريکايي ځواکونو د بگرام زندان په برخه کي د افغان ځواکونو امادگي ته د شک په ستر گه گوري. دغه راز ويل سوي دي، چي افغان حکومت له محکمې پرته د يو شمېر زندانيانو د انتقال غوښتنه کړې ده، په داسي حال کي امريکايي چاروکي د هغو ازادېدل د خپل هيواد د امنيت له پاره خطرناک بولي.
د افغانستان د جمهوري رياست په وينا پاڼه کي راغلي دي، چي ولسمشر حامد کرزي، د دفاع وزير، لوی څارنوال او د بگرام زندان عمومي قومندان ته سپارښتنه کړې ده، چي د دې زندان د افغاني کول دي پيل کړي.
د هغي هوکړي له مخي چي د افغانستان او امريکا متحده ایالاتو ترمنځ سوې ده، متحده ايالاتو د دغه زندان رسمي رهبري د روان کال د سپتمبر په میاشت کي افغانانو ته وسپارله، خو تراوسه هم دواړه هيوادونه د يوشمېر زندانيانو د ازادۍ پر سر يو له بله سره اختلاف لري.
فرانس پريس/ دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم