1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بیروت د چاودنو پړه «اسلامي دولت» منلې

آزانسونه۱۳۹۴ آبان ۲۲, جمعه

د څو کلونو وروسته دا په لبنان کې سختې چاودنې وې، چې د ۴۳ کسانو ژوند یې واخیست. افراطي ډله «اسلامي دولت» د دغو بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست. هغې ډلې څرگنده کړې ده چې هدف يې د لبناني شیعه گانو وژل ول.

انځور: picture-alliance/dpa/N. Mounzer

په یوه اعتراف لیک کې افراطي ډلې «اسلامي دولت» ویلي دي چې د «خلافت عسکرو» د یوه مسجد تر څنگ د چاودیدونکو توکو ډک موټر سایکل ته چاودنه ورکړې ده. په دې سره اسلامي دولت د لبنان په پلازمینه بیروت کې د غبرگو ځانمرگي بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده. په دغه خبر پاڼه کې ویل شوی دي چې په قصدي توگه یې د شیعه گانو په نخښه کول وو. خو دغه اعتراف لیک د کومې بلې منبعې له خوا تر اوسه پورې تائید شوې نه دی.

دواړه چاودنې د بیروت ښار په سویلي څنډه کې شوي دي چې د حزب الله د شیعه تندلارې گوند مرکز گڼل کیږي. د لبنان د سره صلیب د معلوماتو له مخې په چاودنو کې ۴۳ تنه وژل شوي دي او شا او خوا ۲۴۰ تنه ټپیان دي.

لکه څرنگه چې «ان ان اې»، خبري آژانس رپوټ ورکړی دی په پنځو دقیقو کې څو چاودنې رامنځ ته شوې. د «ال بي سي»، په نوم د لبناني تلویزوني چینل د رپوټ له مخې په ټولیزه توگه څلور تنه ځانمرگي برید کوونکي په سیمه کې ول. زیاته شوې ده چې مخکې تر دې چې له څلورو کسانو څخه دوه یې خپل چاودیدونکو توکو ته چاودنې ورکړي، یو یې پر تښتیه بریالی شوی او بل تن په ډزو وژل شوی دی.

په لبنان کې د ځانمرگي برید یوه صحنهانځور: picture alliance/ZUMAPRESS/N.Lebanon

د حزب الله غړو او لبناني عسکرو تر چاودنو وروسته له خلکو وغوښتل چې دغه سیمه پریږدي. لومړي وزیر «تمام سلام» نن د جمعې ورځ د ویر د ورځې په توگه یاده کړې، څو د قربانیانو یادون وشي.

نړیوال غبرگون

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر دغه برید غندلی دی او ویلي یې دي چې دا «د لبنان د بې ثباته کولو له پاره یو مستقیم او قصدي برید وو.»

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون هم د قربانیانو د لوړ شمیر په هکله انديښنه ښوولې ده. په عین وخت کې هغه په لبنان کې د امنیتي وضعیت د ثبات د خوندې ساتنې له پاره د ملگرو ملتونو د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

په تیرو کلونو کې د بیروت سویلي څنډه کې دې ته ورته چاودنې رامنځ ته شوې دي. د ۲۰۱۳م کال د جولای څخه د ۲۰۱۴م کال د فبروري میاشتې په منځنۍ موده کې په دغه سیمه کې جمعا نهه چاودنې رامنځ ته شوې دي. د زیاتره پیښو مسوولیت سني تندلارو پر غاړه اخیستی دی. هغوی د دې کار دلیل سوریې ته د حزب الله د زرونو جنگیالیو لیږل ښوولي دي چې د بشارالاسد تر څنگ د پاڅون کوونکو پر ضد جنگیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل