د بین الافغاني خبرو د پيل ضد خنډونه پاته دي
۱۳۹۹ شهریور ۸, شنبه![Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban](https://static.dw.com/image/52588264_800.webp)
د ملي امنیت شورا وايي، د پاتې ۳۲۰ طالبان زندانیانو د خوشې کېدو په اړه پریکړه نه بدلوي.
ددې شورا ویاند جاوید فیصل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «مخکې له دې چې حکومت د ۳۲۰ طالب بندیانو خوشې کېدل پيل کړي، طالبان باید زمونږ کمانډو ځواکونه خوشې کړي.»
د فیصل په خبره طالبان دې اقدام وکړي چې د سولې بین الافغاني خبرو عملي پیل لپاره زمینه برابره شي.
تردې دوه ورځې وړاندې د سولي او ملي پخلایني شورا مشر عبدالله عبدالله تمه ښودلې چې روانه اونۍ کې د سولې بین الافغانی خبرې پيلیږي.
هاخوا طالبانو هم د افغانانو خپل منځي خبرو لپاره پلاوی اعلان کړی، خو د پاتي طالب زندانیانو خوشې کېدو لپاره د حکومت نوي شرط ددغو خبرو پيل ستونزمن کړی.
رپوټونه وايي، د افغان کمانډويي ځواکونو تر شلو ډیر سرتیري اوس هم د طالبانو په بند کې دي.
لیکوال او ژورنالیست ولي الله شاهین دویچه ویله ته وویل، د کمانډويي سرتیرو د نه خوشې کېدو اصلي لامل هم حکومتي لیست دی: «د حکومت د پلمو په لړ کې حکومت اوس دا خبره راپورته کړې چې ۲۲ کسه کمانډویان باید راخوشې شي، خو که په حکومت کې ظرفیت موجود وای باید خپل زندانیان یې د لیست مطابق غوښتي وای، په داسې حال کې چې حکومت لیست نه درلود او خلیلزاد له طالبانو غوښتي وو چې د حکومتي بندیانو لیست ورته جوړ کړي.»
ښاغلی شاهین، چې بین الافغاني خبرې له نیږدې څاري وايي، حکومت د مشورتي لویې جرګې د پریکړې په نه پلې کېدو سره وښوده چې د بین الافغاني خبرو پروړاندې خنډ جوړوي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې یوه غړي الله ګل مجاهد هم په حکومت نېوکه وکړه چې د سولې خبرو د پيل هوډ نه لري.
ښاغلي مجاهد دویچه ویله ته وویل: «په لومړي سر کې حکومت نه غواړي دا خبرې بریالی شي، همدا اوس د سولې بین الافغاني خبرو په اړه په حکومت کې دننه یوه سیاسي اجماع نشته او مخالفتونه روان دي.»
افغان حکومت داسې مهال د پاتې طالب زندانیانو خوشې کېدو لپاره د کمانډويي ځواکونو د خوشې کېدو بحث راپورته کړی، چې تردې وړاندې فرانسې او استرالیا د ۳۲۰ طالب زندانیانو له ډلې د ۶ تنو خوشې کېدو سره مخالفت ښودلی.
ویل کیږي دغه شپږ طالب زندانیان په افغانستان کې د فرانسوي او استرالیايي وګړو د وژنو په تور بندیان دي.
له همدې سره همهاله ارګ څخه خپره شوې ویناپاڼه وايي، ولسمشر غني د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره ټیلفوني خبرې کړي او په دې خبرو کې فرانسې له افغان سولې بهیر څخه ملاتړ کړی.
خبرپاڼې د فرانسې د ولسمشر له قوله لیکلي: «د افغانستان دولت د عملي سولې په اړه خپلې ژمنې پوره کړي او اوس طالبان باید د اوربند په اعلانولو سره پرخپلو ژمنو وفا وکړي.»
ارګ وايي، په دې ټيلفوني خبرو کې د طالب زندانیانو د خوشې کېدو پر بهیر هم خبرې شوي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
اسماعیل شاکر – کابل