1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بین الافغاني خبرو لومړۍ غونډه په دوحه کې کیږي

۱۳۹۹ خرداد ۲۶, دوشنبه

د افغانستان د مصالحي عالي شورا وایي چې په قطر کې د بین الافغاني خبرو له پیلیدو سره مخالفت نه لري. د دغې شورا لومړي مرستیال، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې ټول ۵۰۰۰ بندیان به تر بین الافغاني خبرو دمخه آزاد شي.

Afghanistan Peace Talks
انځور: picture alliance/AP Photo

په دې ورځو کې د بین الافغاني خبرو اترو د ترسره کیدو هڅې ډیرې شوي دي. په دې وروستیو کې پر امریکا متحده ایالاتو سربیره د پاکستان او قطر چارواکو له افغان چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.

د مصالحې عالي شورا لومړي مرستیال عنایت الله بابر فرهمند، له دویچه ویله سره په ځانګړو خبرو کې وویل چې دغه لیدنې کتنې د بین الافغاني مذاکراتو له پاره د وخت او ځای پر ټاکل کیدو باندې راڅرخیدې.

د عنایت الله بابر فرهمند، په خبره په پام کې ده چې د دې اوونۍ تر پای پورې د بین الافغاني خبرو اترو وخت او ځای په رسمي ډول اعلان شي: «د افغانستان دولت او د مصالحي عالي شورا د سولې د پروسې د ملاتړ او مرسته کوونکو هیوادونو سره په تفاهم او همداشان ګاونډي هیوادونه...په دې هڅه کې دي چې د مذاکراتو د پیلولو له پاره مشخصه نیټه او مشخص ځای وټاکو. زه ډاډ یم چې د روانۍ اوونۍ تر پایه به مشخص او دغه مذاکرات پېل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې «لومړني بین الافغاني مذاکرات به په دوحه کې ترسره شي.»

همداشان د افغانستان د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي، د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې په دوحه کې د لومړنۍ غونډې پر سر توافق شوی دی خو د دغو مذاکراتو د همیشني ځای په هکله کوم توافق نه دی رامنځ ته شوی.

د مصالحي عالي شورا مرستیال په خپلو څرګندونو کې ویلي: «د افغانستان دولت پرته له شکه موافق دی. په قطر کې د مذاکراتو د پیلیدو په هکله به د نظر کوم اختلاف موجود نه وي. ضمنا امکان لري چې د مذاکراتو وروستۍ دورې که چیرې ادامه پیدا کړي، په نورو هیوادونو کې چې لیوالیتا لري ښایي ترسره شي.»

د بندیانو د آزادیدو بهیر

د ۵۰۰۰ طالب بندیانو آزادیدل چې له امریکا متحده ایالاتو سره د دغې ډلې د توافق یوه برخه ده، د طالبانو له لوري د بین الافغان مذاکراتو د پیلیدو له پاره د یوه شرط په توګه مطرح شوي دي.

د مصالحي د عالي شورا د مرستیال په خبره د طالبانو ټول ۵۰۰۰ بندیان به تر مذاکراتو دمخه آزاد شي: «ټاکل شوی ټیم په دې برخه کې خپلې هڅې کړي دي او هیڅ ډول هڅې یې نه دي سپمولي. زه ډاډه یم چې تر مذاکراتو دمخه به ۵۰۰۰ بندیانو شمیر بشپړ شي او د هغې په تعقیب به د سولي پروسې لومړني مذاکرات پېل شي.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند د خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې طالبانو په تیره یوه اوونۍ کې ۲۲۲ تروریستي حملې کړي دي چې په پایله کې یې د افغان امنیتي ځواکونو ۴۲۲کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ناصر احمدي

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل