1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بین الافغاني خبرو پیل ته تازه هيلې

۱۳۹۹ شهریور ۱۲, چهارشنبه

د افغانستان ملي روغي جوړې شورا وايي چې د سولې بین الافغاني خبرو له پاره افغان پلاوی چمتووالی نيولی او ډیر ژر قطر ته ځي.

Katar PK Taliban-Chef Mullah Abdul Salam Zaeef
انځور: Getty Images/AFP/G. Cacace

د دې شورا ویاند فریدون خوځون نن چهارشنبې ( ۲۰۲۰ میلادي کال د سپټمبر ۲مه) دویچه ویله ته وویل: «هر کله چې د بندیانو د تبادلې بهیر چې اوس شروع شوی دی پای ته ورسیږي، بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه مساعده شي، د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی هیئت به دوحي ته سفر وکړي.»

په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغي جوړې  عالي شورا مشر عبدالله عبدلله د چهارشنبې په ورځ په ارګ کې له افغان پلاوي سره وکتل.

د ارګ په یوې ویناپاڼه کې راغلي دي چې په دې ناسته کې د پلاوي له غړو سره پردې ټینګار شوی چې ژر تر ژره د تاوتریخوالي په کمولو او پر سرتاسري اوربند هوکړه رامنځته شي.

په ویناپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله لیکل شوي: «د ملي، سیمه ایزې او نړیوالې اجماع په وجود کې زموږ مطلوبه موخه پرمختللی، ازاد، متحد، خپلواک او سوله ایز افغانستان دی.»

ولسمشر غني زیاته کړې چې د پلاوي بنسټیزه موخه د تاوتریخوالي پای ته رسول دي، ځکه په وینا یې خلک تلپاتې سولي او د نوې ټولنې د ارزښتونو ساتنه غواړي.

ولسمشر ویلي چې د افغان مرکچي پلاوی تر شاه ټینګ سیاسي او ملي ملاتړ شته او په بشپړ ځواک سره به په بین الافغاني ناسته کې ګډون وکړي.

د طالب زندانیانو خوشې کېدل

قطر ته د افغان مرکچې پلاوي د سفر موضوع داسې مهال مطرح کیږي چې رپوټونه وايي حکومت د همدې اونۍ ترپایه پاتې ۳۲۰ طالب زندانیان هم خوشې کوي.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې یو شمېر نور طالب زندانیان هم خوشې شوي، خو ده یې شمېر نه دی په ډاګه کړی.

«د زندانیانو د تبادلې تخنیکي بهیر دوام لري، دا پروسه دوه اړخیزه ده او حکومت په هر پړاو کې د زندانیانو د تبادلې له پروسې څارنه کوي.»

افغان حکومت تردې وړاندې د څه باندې شلو کمانډويي سرتیرو خوشې کول د پاتې طالب بندیانو د خوشې کولو له پاره د شرط په توګه مطرح کړی وو.

پاتې طالب زندانیان د څه په بدل کې خوشې شول؟

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، طالب زندانیان یې خوشې کړي نه، بلکې تبادله کړي دي. صالح په کابل کې یوې غونډې ته وویل، طالبانو هغه کمانډويي سرتیري خوشې کړي چې دوی یې غوښتنه کوله. «دیارلس کومانډويي ځواکونه تازه د کندهار عینو مینه کې طالبانو خوشې کړي چې حکومت بیا دا اقدام وکړ.»

خو د هغو ۶ طالب بندیانو خوشې کېدل لاهم جنجالي دي چې فرانسه او استرلیا یې د نه خوشې کولو غوښتنه کړې. دغه هيوادونه ادعا لري چې یاد شمېر طالب زندانیان د فرانسوي وګړو په وژنه تورن دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ډاډ وښود چې دا موضوع به هم ډیر ژر حل شي. خو د سولې خبرو څارونکي وايي، که طالب زندانیان په بشپړ ډول خوشې نه شي، طالبان خبرو ته نه کیني.

لیکوال او ژورنالیست اسد وحیدي دویچه ویله ته وویل: «که ددې اونۍ تر پایه ټول طالب زندانیان خوشې شي نو قطر ته د افغان مرکچي پلاوي سفر به هم ګټور وي او د سولې په پروسه کې به یو تحرک رامنځته شي، خو که د دغو بندیانو په پروسه کې بیا ستونزې پیدا شي او حتی که یو طالب هم پاتې شي د سولې په خبرو کې پرمختګ نه کیږي.»

خو د ځینو رپوټونو پر بنسټ، قطر ته د افغان پلاوي تر سفر وړاندې یوه اسانچارې ډله دوحې ته رسېدلې چې هلته د پلاوي اوسېدو ته زمینه برابره کړي. د ملي روغي جوړي عالي شورا وايي اوسمهال د بین الافغاني خبرو د پیل پروړاندې ټول خنډونه لرې شوي دي.

اسماعیل شاکر – کابل