1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر طالبانو د بې پولې خبريالانو ټولنې نيوکې

۱۴۰۱ خرداد ۲۵, چهارشنبه

د بې سرحده خبريالانو ټولنې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ژورنالیستانو د مخ پر زياتيدونکو فشارونو له کبله نيوکه کړې ده. يادې ټولنې د آلمان له حکومت څخه د دغو خبريالانو د غږ د اوریدو غوښتنه کړې.

Afghanistan Kabul | Protest von Frauen, Auflösung durch Taliban
آرشيف انځورانځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

د بې پولې خبريالانو ټولنې «ار اس اف» د سه شنبې په ورځ (د جون میاشتې پر ۱۴مه) ويلي چې يوازې په تېرو دوو مياشتو کې په افغانستان کې دولس ژورناليستان نيول شوي او ځيني يې په ورځو ورځو په توقيف کې ساتل شوي ول.

دغې ټولنې ويلي چې له ځينو خبريالانو څخه څو ساعته تحقيقات او پوښتنې ګرويږنې شوي دي. زياته شوې چې څلور خبريالان اوس هم بندیان دي. د يادې ټولنې اداري مشر کرستيان ميهر وويل: «طالبان غواړي هغه متنوع  رسنۍ چې په تېرو شلو کلونو کې یې وده کړې وه، له منځه يوسي.»

نوموړي وويل چې واک ته د طالبانو تر رسېدو کابو لس میاشتې وروسته هم د خبريالانو د مرستې ترلاسه کولو له پاره غږونه لا غلي شوي نه دي. د ميهر په خبره هغوی معلوماتو ته د نه لاس رسي، بيان د آزادۍ د نشتوالي او اقتصادي ستونزو څخه شکايت کوي.

طالبانو ولې پر رسنیو محدودیتونه وضع کړي؟

29:00

This browser does not support the video element.

کرستيان ميهر د آلمان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د [افغانانو] د منلو خپل پروګرام «بالاخره په سمه توګه» عملي کړي.

د تېر کال په اګست مياشت کې طالبانو ډېر ژر د افغانستان يو ولايت په بل پسې ونيوه او امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو د خپلو پاتو عسکرو او سيمه ایزو کارکوونکو تخليه پېل کړه.

خو د مالي ملاتړ د شبکې په حواله د آلمان د پوځ تر ۱۰ زره سيمه ایز کارکوونکي اوس هم لا آلمان ته د سفر په انتظار دي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)