د المان د براندنبورګ هوایي ډګر مسئولینو ویلي دي چې د جمعې (د اکتوبر ۳۰ نیټه) په ماښام په دغه هوایي ډګر کې پروازونه په مؤقت ډول ودرول شول چې له امله یې په پروازونو کې ځنډ او د پروازونو انحراف رامنځته شو.
پولیسو د ګزمې پر مهال یوه بې پیلوټه الوتکه ولیدله، خو ونه توانیدل چې هغه پيدا کړي.
د هوایې ډګر د ویاند په حواله، پروازونه د سیمه ایز وخت مطابق د شپې له ۸:۰۸ تر ۹:۵۸ پورې درول شوي و او ډیر شمیر پروازونه د المان نورو ښارونو ته هدایت شول.
نوموړي زیاته کړه چې په برلین کې هم د دې وضعیت د پایلو کمولو له پاره پروازونه په مؤقت ډول لغوه شول. ویاند زیاته کړه: «مونږ ګمان کوو چې اوس خطر لیرې شوی دی.»
څه پیښ شوي دي او کوم پروازنه اغیزمن شوي؟
د ماښام شاوخوا ۸ بجې یوه تن له شاهدانو څخه د یوې بې پيلوټه الوتکې د لیدلو خبر ورکړ چې د هوایي ډګر د شمالي ځغاستلیکې د تړل کیدو سبب شو. د پولیسو مامورینو هم د ګزمې پر مهال دغه بې پیلوټه الوتکه لیدلې وه، خو ونه توانیدل چې هغه تشخیص او پیدا کړي.
دغه پيښه د یوه پراخ غبرګون سبب شو، د پولیسو یوه چورلکه واستول شوه او همدارنګه د المان د هوایې چلند اداره هم د لټون په عملیاتو کې ښکیل کړای شوه.
د پروزاونو د توقف له کبله، د بازل، اُسلو او بارسلونا پر لور پروازونو د الوتنې اجازه ترلاسه نه کړه. همدرانګه د لندن- برلین پرواز د هامبورګ پر لور منحرف شو؛ پیلوټ د دې اقدام دلیل د «بې پیلوټه الوتکې فعالیت» اعلان کړ.
د پروازونو د پروګرام په اساس، د ستاکهلم، انتالیا او هلسینکي پروازونه هم نورو مسیرونو ته هدایت شول. د برلین د هوایي ډګر مسئولینو له مسافرو څخه وغوښتل، څو د خپلو پروازونو وضعیت له اړونده هوایي شرکتونو څخه تعقیب کړي.
د برلین هوایي ډګر په اطرافو کې د ډرونونو د پرواز ممنوعیت
د الوتکو د پرواز او ناستې پر مهال د خطر رامنځته کیدو په دلیل د المان د هوایي ډګرونو په اطرافو کې د ۵،۱ کیلومترو په واټن کې د بې پيلوټه الوتکو پرواز منع یا پرې بندیز لګول شوی دی.
د لیدل کیدو په صورت کې د پروازونو فعالیتونه ممکن په جزوي یا بشپړ ډول ودرول شي او په دغو سیمو کې غیر قانوني پروازونه د ملکي هوایي چلند له پاره ګواښ ګڼل کیږي او سخته سزا لري.
په دې وروستیو اونیو کې د ډنمارک، ناروی او پولنډ هوایي ډګرونو کې هم د ناپيژندل شوو بې پيلوټه الوتکو د لیدل کیدو له کبله خپل پروازونه درول شوي ول.
د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې یو وار بیا د المان په سویلي ښار مونشن (مونیخ) کې بې پیلوټه الوتکې ولیدل شوې چې د دغه ښار د هوایي ډګر د فعالیتونو د دریدو او زرګونو مسافرو د سرګردانۍ سبب شو؛ د مسافرو پروازونه یا لغوه او یا هم بل مسیر ته تغیر کړای شول.
د نړۍ ستر هوایي ډګرونه په انځورونو کي
په استانبول کې نوی هوایي ډګر پرانیستل کیږي. دا به د نړۍ تر ټولو ستر هوایي ډګر شي. د نړۍ نسبتا سترو هوایي ډګرونو ته کتنه.
انځور: Presseabteilung Igairportهارتسفیلد جکسن هوایي ډګر، اتلانتا امریکا
په نړۍ کي تر اوسه تر ټولو زیات مصروفه هوایي ډګر د اتلانتا د هارتسفیلد جکسن هوایي ډګر ګڼل کیږي. د هوایي ډګرونو عمومي سازمان اې سي آی، په ۲۰۱۷م کال کې د ۱۰۴ میلیونه مسافرو تګ راتګ شمیرلی دی. له بل کوم هوایي ډګر څخه تر سلو میلیونو زیاتو مسافرو تګ راتګ نه دی کړی. له دې کبله د هارتسفیلد جکسن هوایي ډګر لومړی مقام لري.
انځور: picture alliance/AP Photo/D. Goldmanد پیکینګ نړیوال هوایي ډګر
په اوسنۍ درجه بندۍ کې د پيکینګ نړیوال هوایي ډګر دوهم ځای لري. په ۲۰۱۷م کال کې له دغه هوایي ډګره ۹۵،۸ میلیونه کسانو تګ راتګ کړی دی. د ۲۰۰۸م کال د اولمپیک سیالۍ د دې سبب شوې چې د پيکینګ هوایي ترافیک ډیر شي. د دغو سیالیو له پاره وتلي مهندس نورمان فوستر، یو نوی ستر ترمینل طرح کړ.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Reynoldsد دوبۍ په هوایي ډګر کې په ۲۰۱۷م کال کې تر ۸۸ میلیونو زیاتو کسانو تګ راتګ شمیرل شوی دی. په دې کې د پام وړ خبره دا وه چې له عربي نظره زیاتره دغه کسان چې ۸۷،۷۲ میلیونه کسان کیږي بهرنیان ول. د مسافرینو په منځ کې دغه هوایي ډګر د سودا رانیولو له پاره ځانګړی شهرت لري.
انځور: Reuters/A. Mohammadد جاپان د پلازمینې دغه هوایي ډګر په اوسنۍ درجه بندۍ کې څلورم ځای لري. له دغه هوایي ډګره ۸۵،۴ میلیونه کسانو تګ راتګ تر سره کړی دی.
انځور: AFP/Getty Images/K. Nogiد لاس اینجلس نړیوال هوایي ډګر، امریکا
دغه الوتکه په څو شیبو کې د کلفورنیا د میلیوني ښار لاس اینجلس په هوايي ډګر کې کښیني او د مسافرو د پام وړ سهم کې برخه اخلي. په ۲۰۱۷م کال کې له دغه هوایي ډګره ۸۴،۵۶ میلیونه کسانو تګ راتګ کړی دی او په دې ترتیب په دغه درجه بندۍ کې پنځم ځای لري.
انځور: picture alliance/Markus Mainkaاوهر هوایي ډګر، شیکاګو، امریکا
د شیکاګو له ۷۹،۸۱ میلیونه مسافرو څخه یو تن د آلمان وتلی فوټبالر باستیان شواین شتایګر دی، چې په سږني منې کې د «شیکاګو فایر» کلب له پاره لوبیږي. دغه هوایي ډګر د آیرلنډ د فوټبال د لوبغاړي په نوم نه دی نوم نه دی نومول شوی، بلکې د دوهمې نړیوالې جګړې د یوه پیلوټ په نوم نومول شوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/T. Shenد لندن هیترو هوایي ډګر، بریتانیا
دغه هوایي ډګر په درجه بندۍ کې اووم ځای خپل کړی دی او په تیر کال کې ۷۸،۰۱ میلیونه کسان دغه هوايي ډګر ته رارسیدلي او یا يي تر پرواز کړی دی. د پام وړ خبره دا ده چې دغه هوایي ډګر دوه ځغاست لیکي لري.
انځور: Getty Images/D. Kitwoodد هانګ کانګ نړیوال هوایي ډګر، چین
په ۲۰۱۷م کال کې د هانګ کانګ له هوايي ډګره ۷۲،۶۷ میلیونه کسانو تګ راتګ کړی دی. په دې ترتیب دغه هوایي ډګر د اوسنۍ درجه بندۍ له مخې اتم مقام لري.
انځور: picture-alliance/dpa/X. Yunد شانګهای د پودونګ نړیوال هوایي ډګر، چین
د نورو هوایي سفرونو په څیر د خوندیتوب لومړی! د شانګهای د پودونګ د نړیوال هوایي ډګر په هکله هم صدق کوي. په ۲۰۱۷م کال کې له دغه هوایي ډګره ۷۰ میلیونه کسانو تګ راتګ کړی دی. د اې سي آی د معلوماتو له مخې په تیر کال کې د مسافرو په تګ کې یو څه کموالی راغلی خو د مال وړونکو الوتکو په پروازونو کې بیا تر یوولس سلنه ډیر زیاتوالی راغلی دی.
انځور: picture-alliance/Imaginechinaد پاریس شارل دوګل هوایي ډګر، فرانسه
د سترو نړیوالو هوایي ډګرونو په اوسنۍ درجه بندۍ کې د شارل دوګل، هوایي ډګر لس ځای خپل کړی دی. دغه هوایي ډګر چې د ایر فرانس، هوایي شرکت د الوتنو د شبکې مرکز دی په تیر کال کې ورته ۶۹،۴۷ میلیونه مسافر تللي او یا راغلي دي. د سترې درجه بندۍ له پاره نور معیارونه هم شته چې اوس هغه په پام کې نه دي نیول شوي، لکه د بار حجم، په څومره ساحه کې هوایي ډګر جوړ شوی، د ترمینلونو شمیر او دې ورته نور معیارونه.
انځور: AP