1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا متحده ایالات پر شپږو ایراني اهدافو بندیزونه وضع کړي

۱۴۰۰ آبان ۸, شنبه

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې د تهران د بې پیلوټه الوتکو د پروګرام په تور یې پر دوو ایراني اتباعو او څلورو ایراني شرکتونو بندیزونه وضع کړي دي. زیاته شوې چې ټول شپږ اهداف د ایران په انقلابي ځواکونو پورې تړلي دي.

Iran Teheran | Präsentation neue Drohne "Gaza"
انځور: Sepahnews/ZUMA Wire/picture alliance

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۹مه نیټه) د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت خبر ورکړ چې د ایران د بې پیلوټه الوتکو د پروګرام په تړاو یې پر شپږو ایراني اهدافو بندیزونه وضع کړي دي. امریکا وايي چې په دې ډله کې دوه تنه ایراني اتباع او څلور نور یې بیا شرکتونه شامل دي.

زیاته شوې چې یاد ټول شرکتونه ایراني دي او د ایران د انقلابي ځواکونو پورې تړلي دي. متحده ایالاتو په ۲۰۱۹م کال کې د ایران انقلابي ځواکونه د بهرني ترهګریز سازمان په توګه درجه بندی کړی وو.

په عین وخت کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ایران انقلابي ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د ایران له ملاتړه د برخمنو ډلو په ګټه استفاده کړې او دا چې په دې ترڅ کې پر امریکايي ځواکونو او نړیوالو بار وړونکو کښتیو هم بریدونه شامل دي.

پر دغو ایراني شرکتونه د امریکا متحده ایالاتو له لوري وضع شوي بندیزونه په دې معنی دی چې په امریکا متحده ایالاتو کې د یادو افرادو او شرکتونه جایدادونه به بلاک شي او په دې توګه امریکايي اتباع نور نشي کولی له دوی سره سوداګریزې معاملې وکړي.

متحده ایالات پر ایران تور پورې کوي چې د لیبیايي حزب الله ډلې په شمول یې ایران پلوه ډلو ته بې پیلوټه الوتکې ورکړي ديانځور: Sepahnews/AP/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن پر خپله ټویټر پاڼه په دې هکله لیکلي چې «موږ په کلکه د ایران د ټولو تهدیدونکو فعالیتونو او هغوی چې د دوی ملاتړ کوي، له ټولو سره مبارزې ته متعهد یو.»

امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د واک په موده کې د ایران انقلابي ځواکونه، چې د دغه هیواد غښتلې پوځي دستګاه ده، د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندې کړي دي. ایراني چارواکي بیا وايي چې انقلابي ځواکونه د دوی د امنیتي سیستم قانوني برخه ده.

امریکا متحده ایالات پر ایران تور پورې کوي چې د لیبیايي حزب الله ډلې په شمول یې ایران پلوه ډلو ته بې پیلوټه الوتکې ورکړي دي. امریکا وايي چې ایران دغه تکنالوژي په فلسطین کې د حماس ډلې ته او په یمن کې حوثي یاغیانو ته هم ورکړې ده.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت مرستیال والي ادیمو په یوه اعلامیه کې ویلي چې په سیمه کې د ایران د بې پیلوټه الوتکو پروګرام نړیوال ثبات او سولې ته ګواښ دی.» په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې ایران او د دوی نیابتې جنګیالیو د بې پیلوټه الوتکو په واسطه پر امریکايي ځواکونو، د امریکا پر متحدینو او پر نړیوالو تجارتي کښتیو بریدونه کړي دي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل