1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تابعیت تاریخ او بدلونونو ته کتنه

۱۴۰۴ دی ۱۱, پنجشنبه

تابعیت د دولتونو له اساسي قانون سره تړلی دی او له لرغوني یونان څخه تر معاصرې اروپا پورې یې بڼه د تاریخ په اوږدو کې بدله شوې ده. تابعیت د دولت له خوا د وګړو لپاره ټاکل شوي حقوق دي.

تابعیت د بشري تاریخ له مهمو سیاسي مفاهیمو څخه دی چې د وخت په تېرېدو سره یې بڼه او مانا بدله شوې ده
تابعیت د بشري تاریخ له مهمو سیاسي مفاهیمو څخه دی چې د وخت په تېرېدو سره یې بڼه او مانا بدله شوې دهانځور: Ronen Zvulun/REUTERS

په اوسنۍ زمانه کې دولتونه د اساسي قانون پر بنسټ خپلو وګړو ته د تابعیت حقوق ورکوي. خو د «تابعیت» دا معاصر مفهوم د نوي دولتدارۍ محصول دی. په لرغونو او منځنیو ټولنو کې د تابعیت پر ځای د ښار دولت یا واکمن تر حاکمیت لاندې د وګړیتوب او سیاسي غړیتوب مفاهیم موجود ول. د همدې تابعیت ته ورته حقوقي حالت سیاسي پیل د اروپا د منځنیو پېړیو سره تړل کېږي. خو هغه وخت په اسیا او افریقا کې د معاصر تابعیت په شان منظم قوانین نه ول موجود.

ډېری تاریخپوهان باور لري چې و تابعیت ته د ورته مفهوم پیل د یونان د ښار دولت اتن څخه شوی دی. د اتن خاوره د ډېر نفوس د تغذیې توان نه درلود. د دولت اصل دا و چې که نفوس له ټاکلي حده واوړي، نو زیات خلک به په بېړیو کې د یونان خالي ټاپوګانو ته لېږل کېدل او د قانون له مخې بېرته اتن ته راتګ جرم ګڼل کېده.

نور ولولئ: د آلمان د تابعيت اخيستل به اسانه نه وي

د اتن ځمکه ډبرینه وه او د کرنې لپاره یې کمه وړتیا لرله. د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره به له سکندریې څخه غنم راوړل کېدل. د اتن د ښار اوسېدونکو لپاره دا لازمي وه چې د دولت د دفاع لپاره په جګړو کې برخه واخلي. سقراط هم په همدې ډول یوه جګړه کې په زړورتیا سره جګړه کړې وه. د تابعيت قوانین په څلورمه پېړۍ له میلاد څخه مخکې د پېریکلس له خوا سخت شول. د هغه له شرطونو څخه یو دا و چې ماشوم به یوازې هغه وخت تابعیت ترلاسه کوي چې دواړه مور او پلار یې د اتن وګړي وي. خو پېریکلس خپله په همدې قانون کې بند پاتې شو. دا ځکه چې د هغه یو زوی له یوې بهرنۍ ښځې زېږېدلی و. پېریکلس د اسامبلې له لارې قانون ته بدلون ورکړ او خپل زوی ته یې تابعیت واخیست. دا ښيي چې واکمنه طبقه د خپلو ګټو لپاره قانون او اساسي اصول بدلوي. د تابعیت له قوانینو سره سم، د رایې ورکولو حق یوازې د تابعیت لرونکو وګړو ته ورکاوه.

«د کمزورو ماشومانو وژنه»

غلامې ښځې او بهرني اوسېدونکي د رایې له حقه محروم ول. د منصفه پلاوي غړي هم باید د تابعیت لرونکي وای او یوازې هغوی ته اجازه وه چې د دولت په ټاکنو کې برخه واخلي.

نور ولولئ: ایا د المان تابعیت له پاره اسرائیل ته تعهد مهم دی؟

د دې پر خلاف، د اسپارټا دولت یو جګړه‌ یز دولت و. په دې دولت کې به ځوانانو ته سخته پوځي روزنه ورکول کېده. د ماشوم له زېږون وروسته به یوې کمېټې ارزونه کوله چې ماشوم روغ دی که نه. که ماشوم کمزوری ثابتېده، نو له غره څخه به غورځول کېده او وژل کېده. البته په تاريخي توګه دغه موضوع شخړيزه ده. د اسپارټا په ټولنه کې هېڅ بهرنی اوسېدونکی شاملېدای نه شو. د خوړو د تولید لپاره یې د اسپارټا پخواني اوسېدونکي چې هیلوتان بلل کېدل، په زور کروندې ته اړ ایستل.

د اردو ژبې ویبلاګر مبارک عليانځور: privat

د روم په جمهوریت کې د تابعیت لپاره پرله ‌پسې نوي قوانین جوړېدل. په لومړیو کې د تابعیت حق یوازې رومي وګړو ته و. یوازې هغوی کولی شول چې په ټاکنو کې رایه ورکړي او پوځ ته داخل شي. رومي ټولنه په دوو طبقو وېشل شوې وه: پاتریشینان او پلیبینان، یعنې اشراف او عام خلک. د وطن دفاع د هر رومي وګړي دنده وه. رومي چارواکي نه شو کولی چې کوم رومي وګړی بې ‌دلیله بندي کړي یا يې شکنجه کړي. د عیسوي مشر سینټ پاول مشهوره پېښه ده چې د سفر پر مهال یو چارواکي هغه ونیوه او سزا یې ورکړه. خو کله چې سینټ پاول خپله د رومي تابعیت سند وښود، نو چارواکي ترې بښنه وغوښته.

بهرنيو وګړو ته د اړتيا له کبله د تابعيت ورکړه

د رومي تابعیت قوانین هغه مهال بدل شول چې د فتوحاتو لړۍ پیل شوه. د رومي پوځ شمېر محدود و او نه شو کولی چې په هره جګړه کې برخه واخلي. له همدې امله یې بهرني وګړي تابعیت ته داخل کړل او پوځ ته یې شامل کړل. کله چې به یو رومي سرتېری تقاعد کېدی، دولت به د هغه د خدمتونو په بدل کې نغدې پیسې او د کرنې لپاره د ځمکې یوه ټوټه ورکوله. د دې پایله دا شوه چې لکه څنګه چې رومي امپراتوري پراخېده، همداسې فتحه شوي خلک هم د رومي تابعیت برخه کېدل.

نور ولولئ: په آلمان کې د تابعيت اخيستونکو شمېر اوج ته رسېدلی

د رومي امپراتورۍ له زوال وروسته ایټالیا په څو دولتونو ووېشل شوه. د همدې له امله فرانسې او آلمان د ایټالیا پر ځینو سیمو واک ترلاسه کړ. دا حالت د رېنسانس په دوره کې په ایټالیا کې د ملتپالنې خوځښتونو ته لاره هواره کړه. د فلورانس لیکوال ماکیاولي ملي ملیشه جوړه کړه چې ایټالیا له بهرنیانو ازاده کړي. ماکیاولي د لیوي پر کتاب لیکلي مکالمو کې پر دولتونو ټینګار کړی چې وګړو ته بنسټیز حقوق ورکړي. په همدې پړاو کې د ملي او بهرني وګړي تر منځ توپیر رامنځته شو.

د آلمان دېرش کلنه مذهبي جګړه

د تابعیت په نظریه کې یو بل مهم بدلون هغه مهال راغی چې له ۱۶۱۸ څخه تر ۱۶۴۸ عيسوي کال پورې په آلمان کې دېرش کلنه مذهبي جګړه وشوه. د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د آلمان دولتونه په کاتولیک او پروټسټانټ وویشل شول. هر دولت یا کاتولیک و یا پروټسټانټ او اوسېدونکي یې هم د خپل مذهب پر اساس د دولت سره یو ځای شول. په دې توګه تابعیت مذهبي بڼه غوره کړه. کاتولیک دولتونو پروټسټانټ وګړو ته برابر حقوق نه ورکول او پروټسټانټ دولتونو هم کاتولیک وګړي له بنسټیزو حقوقو محرومول. د بېلګې په توګه، په انګلستان کې کاتولیکانو نه شو کولی د اکسفورډ پوهنتون ته داخل شي او نه هم د دولت لوړو دندو ته وټاکل شي.

نور ولولئ:  رپوټ: آلمان بهرنیانو ته د تابعیت د ورکړې نوی ریکارډ جوړ کړی

مذهبي تابعیت هغه مهال بدل شو چې په ۱۷۸۹ کال کې په فرانسه کې انقلاب رامنځته شو. دې انقلاب دولت ملي کړ او د یوې اعلامیې له مخې یې هر وګړي ته، که له هر مذهب یا عقیدې سره تړاو لري، برابر حقوق ورکړل. یهودان چې تر دې وړاندې مذهبي اقلیت ګڼل کېدل، د ملت برخه وګرځول شول او د تابعیت بنسټیز حقوق ورکړل شول.

کله چې په اروپا کې د ۱۸۳۰ او ۱۸۴۸ کلونو انقلابونه رامنځته شول او دا غوښتنې راپورته شوې چې هر دولت باید اساسي قانون ولري او وګړو ته بنسټیز حقوق ورکړي، نو په عین حال کې د تابعیت د تنظیم او کنټرول بهیر هم سخت شو. دولتونو ته دا واک ورکړل شو چې په ځانګړو حالاتو کې د افرادو تابعیت لغوه کړي او هغوی له هېواده وباسي. په شلمه پېړۍ کې ځینې دولتونو له دې واک څخه کار واخیست. د بېلګې په توګه، ایما ګولډمن چې یوه انارشسته وه، د امریکا له تابعیته وایستل شوه او روسیې ته جلا وطنه کړای شوه. په همدې نوو سیاسي شرایطو کې د تابعیت قوانین په تدریجي ډول لا پسې محدود او سخت شول.

له آرشیف څخه (13.01.2022): 

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب