1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاجيکستان يو مخالف مشر په اوږده بند محکوم سو

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۵, پنجشنبه

په تاجيکستان کي سياستوالان او د بشري حقونو څارونکي د دغه هيواد د صنايعو د پخواني وزير په بند محکومول سياسي انګېرنه بولي. زايد سعيدوف د چهارشنبې په ورځ په ۲۶ کال بند محکوم سو.

انځور: Fotolia/Gina Sanders

د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۲۵) ماښام د تاجيکستان د صنايعو پخوانی وزير او د دغه هيواد ستر زميندار ۵۵ کلن زايد سعيدوف، د جنسي تيريو، تقلب، رشوت او څو تنو ښځو د درلودلو په تور په ۲۶ کاله بند محکوم سو.

د محکمې د دغي پريکړي تر اعلان وروسته د تاجیکستان د حکومت د مخالف سوسيال ديموکرات ګوند مشر رحمت الله ظاهروف، چي د دغه هيواد د جمهور رييس امام علي رحمان له سرسختو مخالفينو څخه شمېرل کيږي په ټولنيزو شبکو کي وليکل چي «د تاجيکستان محکې نن وښودل چي په دغه هيواد کي بايد د عدالت مفهموم له ياد ووځي.» هغه دغه ورځ په تاريخ کي «د تاجيکستان د مدني ټولني توره ورځ» ونوموله.

له هغه سره د تاجيکستان پيژندل سوې حقوق پوهه بابانظروا چي په روان کال کي يې په دغه هيواد کي د جمهوري رياست په ټاکنو کي ځان هم کانديد کړی وو هم نظره ده:

«زه له محکمې څخه هيڅ تمه نه لرم او نه مي درلوده. زه پوهيدلم چي زايد سعيدوف، به خاماخا محکوموي. اوس نو لکه څرنګه چي د حق غوښتني حق سته سړی بايد تسليم نه سي او د هغه مدافع وکيلان بايد تر پايه مبارزه وکړي.»

زايد سعيدوف له ۱۹۹۹ کال څخه تر ۲۰۰۶ کاله پوري د تاجيکستان د صنايعو وزير وو. هغه له هغه وروسته دغه دنده پرغاړه واخيستله چي د تاجيکستان د مخالفو متحدانو ترمنځ د سولي تړون د ۱۹۹۷ کال په دوبي کي لاسليک سو. دوی ته په حکومت کي ۳۰ سلنه ونډه ور ورسېده. په دغه وخت کي د تاجيکستان اسلامي او ديموکراتي ډلي يو له بله سره جنګېدلي چي وروسته يې امام علي رحمان واک ته ورساوه.

د ۲۰۱۳ کال په اپريل مياشت کي د دغه هيواد د جمهوري رياست تر ټاکنو اووه مياشتي دمخه زايد سعيدوف د يوه نوي ګوند «نوي تاجيکستان» د جوړيدو اعلان وکړ او ويې ويل چي ګوند به يې د جمهور رييس امام علي رحمان په مخالفت کي نه وي. د دغه کال په می مياشت کي هغه له فرانسې څخه تاجيکستان ته د بيرته ورتګ پرمهال د دوشنبې په هوايي ډګر کي ونيول سو.

زايد سعيدوف د روان کال په جولای مياشت کي د تاجيکستان جمهور رييس امام علي رحمان ته يو ليک واستاوه چي پر دوسيې باندي يې غور وسي. په دغه ليک کي د صنايعو پخواني وزير له خپلو ټولو سياسي فعاليتونو څخه ډډه ښوولې وه.

د تاجيکستان مخالف ګوندونه د دولت دغه کار سياسي انګېرنه بولي او وايي چي زايد سعيدوف يې ځکه بندي کړی چي د نومبر مياشتي ټاکني د دولت په ګټه تيري سوي وای او دغه راز پارلماني ټاکني چي په پلان کي د ۲۰۱۵ کال په فيبرورۍ مياشت کي تر سره سي د دوی په ګټه تمامي سي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب