1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د تايلند پاچا ولي د آلمان په يوه لوکس هوټل کې قرنطين دی؟

۱۳۹۹ فروردین ۱۴, پنجشنبه

د تايلند پاچا مها واجيرلانګ کارن د آلمان په يوه لوکس هوټل کې له خپلو کنیزو او شاهي کارکوونکو سره چې شمیر یې کابو ۲۰ کسانو ته رسېږي، ځان قرنطين کړی دی. هغه آلمان ته د رخصتۍ له پاره راغلی وو.

Thailand - Krönung von König Maha Vajiralongkorn
انځور: picture-alliance/AP Photo/Thai TV Pool

د دي انډيپنډنټ ورځپاڼې په حواله ۶۷ کلن پاچا د چارواکو د »ځانګړي اجازې» له مخې د آلمان د الپ ريزروت په ګارمش پارتن کرشن سیمه کې د »زونن بيشل» په نوم يو بشپړ هوټل کرایه کړی دی.

د آلمان د دې غرنۍ سياحتي سيمې نور ټول هوټلونه د کرونا ويروس له کبله د حکومت په حکم تړل شوي دي.

تر اوسه دا روښانه نه ده چې د تايلند د پاچا سره په مله پلاوي کې د هغه څلور میرمنې هم شاملې دي او که نه. د »بلډ« ورځپاڼې په حواله د سيمه ایزو چارواکو څخه یې يوه ویلي دي چې پاچا او د هغه سره مل پلاوي ته په دې څلور ستوري هوټل کې د اوسېدو اجازه له دې کبله ورکړل شوې چې له هغه سره «د ميلمنو يوه مخصوصه ډله مل ده چې هیڅ ردوبدل په کې نه کيږي.«

په ټولنیزو رسنیو کې سختې نيوکې

تیره اوونۍ په تايلند کې »زموږ ولې يو پاچا په کار دی؟» هيش تيګ پر ټويټر ډير وچلیده او خلکو دا جمله ډيره لاس پر لاس کړه. په خارج کې ميشتو تايلندي وګړو هم پر دې په ښکاره خپل نظر ورکړ. دا هیش تیګ په ۲۴ ساعتونو کې تر ۱،۲ ميليون څخه هم زيات وکاريده.

په تایلند کې پاچا ته سپکاوی جرم بلل کيږي چې سزا یې ۱۵ کاله زندان ده. د تايلند شاهي ماڼۍ په ټولنیزو رسنيو کې دې تبصرو ته هیڅ ځواب ور نه کړ. خو د هيواد د ديجيتال اقتصاد وزير خلکو ته خبرداری ورکړ چې قانون دې په لاس کې نه اخلي.

د پاچا دا سفر ولې لانجمن شو؟

آلمان ته د مها واجيرلانګ کارن پر دې سفر ځکه ډېر انتقادونه کیږي چې هغه دې سفر ته په داسې حال کې ادامه ورکړې چې په نړۍ کې د کرونا ويروس بحران لا پسې د ژوريدو په حال کې دی.

په تير کال کې تر پاچا کیدو وروسته واجيرلانګ کارن په آلمان کې يو بل کور هم رانیو. نوموړی د آلمان په بايرن ايالت او همدا راز توتزنګ سيمه کې يو یو کور لري او هلته خپل ډير وخت تیروي.

د تايلند د روغتيا وزارت په حواله تر چين وروسته تایلند هغه لومړی هېواد وو چې په جنورۍ میاشت کې پکې د کرونا يوه پېښه ثبت شوې وه. د مارچ میاشتې په سر کې دا شميره ۴۲ ته لوړه شوې وه او اوس هلته د مثبتو پېښو شمير ۶۰۰ ته رسیدلی دی.

bs/nz (dpa,Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب